پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهټرمپ: په کلیفورنيا کې د چارواکو د بې غورۍ له امله اور...

ټرمپ: په کلیفورنيا کې د چارواکو د بې غورۍ له امله اور لګېدلی

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲۵) نږدې څلور اونۍ کېږي، چې په کليفورنيا کې شديده اور دوام لري.

اور د امريکا غربي ایالت کلیفورنیا کې په ځنګلي سيمو کې رامنځ ته شوې، چې تر دې دمه یې زرګونه هکتاره ځنګل له منځه وړی دی.

د امريکا ولسمشر ټرمپ تېره ورځ یادې سیمې ته ورغلی و او هلته یې پر چارواکو توندې نيوکې کړې وې.

ټرمپ زیاته کړې وه، چې د دوی د کمزوري مدیریت له امله په امریکا کې دغه بې مخینې اورلګېدلی دی.

چارواکي وایي، چې تر دې دمه اورلګېدنې ۳۵ کسان مړه کړي او زرګونه کورونه یې له منځه وړي دي.

بل لورته د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد کې په ساحلي سیمو کې د دوه خطرناکو توپانونو خبر داری هم ورکړی، چې د دوی په خبره ښایي مالي او ځاني تلفات واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب