دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان: د سولې په خبرو کې داسې...

د بشري حقونو د څار سازمان: د سولې په خبرو کې داسې موارد شته چې باید معامله پرې ونه شي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: د سولې په روانو خبرو کې بشري حقونو ته درناوی تر ټولو مهمه خبره ده چې باید ښکیل لوري ورته توجه وکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، سوله د افغانانو لپاره غوره فرصت دی، خو زیاتوي چې د سولې په خبرو کې ډېر داسې موارد شته چې باید معامله پرې ونه شي.

د یاد سازمان ویاندې اینډریا پراسو ویلي باور لري چې د افغان دولت مرکچي پلاوی به په دې خبرو کې د بشري حقونو له ټولو مواردو په کلکه دفاع وکړي.

نوموړې د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ ویلي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شل کلونو لاس ته راوړنو له ډلې یو یې هم د ښځو د حقونو خوندي کول و.

د آغلې پراسو په خبره اوس هم باید د سولې د راون بهیر خبرو کې ددې حقونو پر نه ضایع کېدو ټینګار وشي.

تر دې وړاندې هم د مذاکره کوونکي ټیم ښځینه غړیو د ښځو په حقونو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید په دې برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب