چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد امریکا کانګرېس د سولې په روان بهیر نیوکه کړې

د امریکا کانګرېس د سولې په روان بهیر نیوکه کړې

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې د روان بهیر په هکله د امریکا کانګرس ته معلومات ورکوي.

یو شمېر رسنیو د امریکا د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په حواله خبر ورکړی چې خلیلزاد به د دوحې له سفر تر ستنېدو وروسته په یوه پټه غونډه کې د افغان سولې د پرمختګونو په اړه امریکایي استازو ته وضاحت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرېس ګڼ شمېر غړیو د سولې د خبرو پر ابهام نیوکه کړې ده.

دوی د امریکا د دفاع وزرات، د بهرنیو چارو وزارت او له ځیني نورو ادارو غوښتي چې د سولې د بحثونو او هوکړو په اړه له کانګرېس سره وروستي معلومات شریک کړي.

د کانګرېس غړي په ټرمپ شک کوي چې ښايي هغه به د خپل کمپاین لپاره په داسې اقداماتو لاس پورې کړی وي.

دوی دغه اقدامات د امریکا د ملي ګټو په زیان بولي.

زلمي خلیلزاد هم منلې چې له دوی سره به ددوحې تر سفر وروسته د سولې اړوند وروستي معلومات شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب