جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کرنې وزارت: سږ کال به د خوست د جلغوزیو حاصلات ۱۸...

د کرنې وزارت: سږ کال به د خوست د جلغوزیو حاصلات ۱۸ زره ټنو ته ورسېږي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: مسؤلین وايي سږ کال نسبت نورو کلونو ته د جلغوزیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي سږ کال د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي چې له دې سره به چین هېواد ته د جلغوزیو صادرات هم زیات شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال به له ۲۰ تر ۲۵ زرو ټنو پورې د جلغوزیو حاصلات تر لاسه شي.

تېر کال بیا دا کچه ۱۳ زره ټنه وه.

په ورته مهال یو شمېر سوداګر وايي له ولایتونو مرکز ته د جلغوزیو لېږد ګران تمامېږي او ورسره د چین بازارونو کې د سیالۍ زمینه هم ستونزمنه ده.

په افغانستان کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کابل ولایتونو جلغوزي ځانګړی نوم لري او د چین په بازارونو کې یې خلک ځان ته متوجه کړي دي.

د جلغوزیو ټولنې مسؤلین بیا وايي د دوی د وړاندوینې له مخې به یواځې په خوست ولایت کې سږ کال د جلغوزیو حاصلات ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښیي.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت په پآم کرې لري چې ددې محصول د پروسس، بسته بندۍ او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوي په پار په خوست او پکتیا ولایتونو کې فابریکې جوړې او ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب