سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د هر مسلک خاوند لیکوال کېدلای شي | سراج حمد حبیبي 

د هر مسلک خاوند لیکوال کېدلای شي | سراج حمد حبیبي 

لیکوالي دوه ډوله ده، یو ډول یې هغه ده چې فطري استعداد او هنري ذوق غواړي او بل ډول یې هغه ده چې په زده کړو او کسب سره تر لاسه کېږي؛ د لومړي ډول د قلمرو ساحه تر ډېره په ادبیاتو او ادیبانو پورې اړه لري، په ادبیاتو کې هم یوازې په تخلیقي او هنري ادبیاتو پورې اړه لري، نه په تحقیقي او څېړنیزو هغوی پورې. یعنې د ادبیاتو څېړنیز او تحقیقي ډول هم د لیکوالۍ په دویم ډول پورې اړه لري او د دې ډول ادبیاتو پالوونکي او پنځوونکي هم څوک د ادبیاتو له حدودو څخه ویستلی نه شي. د لیکوالۍ د لومړي ډول تولیدات او لاسته راوړنې: ادبي ټوټه، ناول، لنډه کیسه، ډرامه، طنز، رمان، راپورتاژ، ځانپېښې او د ادبیاتو اړوند داسې نور بېلابېل ژانرونه دي. 

د لیکوالۍ دویم ډول هغه دی چې په زده کړو او کسب سره تر لاسه کېږي، یعنې هر څوک او د هر مسلک خاوند که وغواړي چې د لیکوالۍ هنر زده کړي کولای یې شي؛ د لیکوالۍ د دې ډول د قلمرو په ساحه کې تر ډېره ټول علمي مسایل او ساینسي څېړنې راځي؛ یعنې له ادبیاتو نه پرته د بل هر مسلک خاوند چې په خپل مسلک کې لیکل کوي، د هغوی لیکل د لیکوالۍ د دغې ډول په برخه کې راځي او د دغو ډول لیکنو لیکوال او څېړونکي هیڅوک هم د لیکوالۍ له ډګر څخه بهر ګڼلای نه شي. دغه راز د لیکوالۍ د همدې ډول په لیکوالو کې چې څوک بیا په ادبیاتو کې کار کوي، د هغوی اثار او افکار هم لکه څرنګه مو چې پورته هم ورته نغوته وکړه، هیڅوک د ادبیاتو له جغرافیې څخه بهر نه شي شړلای. 

خو له بده مرغه چې زموږ په پښتنو کې دا خبره ډېره مشهوره ده چې یوازې د ادبیاتو څانګوال او متخصصین لیکوال کېدلای شي او همدغه لیکوالي د دوی د شک او مسلک ساحه ده او نور باید لاس تر زنې دوی ته کېني. دغې فکر موږ د ژوند په ګڼو برخو کې له پرمختګونو څخه راګرځولي یو، ډاکټر مو پر ځای د دې چې په  خپله تخصصي څانګه کې خپل فکر د لیکنو له لارې تر نورو ورسوي او یا د مطالعې له لارې د نورو له افکارو څخه خبر شي، یوازې هماغه د پخوانۍ زمانې د پوهنتون پر چيپټرونو او درسونو یې اکتفا کړې ده. ملا مو د اوسني عصر د نویو فقهي مسایلو او د دې عصر له هیلو او غوښتنو سره بلدتیا نه لري او په ژوند کې هر نوی رامنځته شوی څیز ورته کفر ښکاري، د انجینر مو هم د نورو پرمختللو هېوادونو د ماڼیو ښکلو ښکلو ډیزاینونو ته له حیرانتیا خوله وازه پاتې وي، په همدې ډول سره مو د ټولنې د نورو کسبونو د خاوندانو حال هم دی، ځکه دوی ټول تر ډېره په خپل مسلک کې له هغو کتابونو پرته چې ورته تدریس شوي او یا تدریسېږي، له نورو کتابونو سره بلدتیا نه لري، نه بل چا ورته لیکلي او نه یې خپله د لیکلو هڅه کړې ده. 

همدغه لامل دی چې زموږ د ژوند په هر ډګر کې تکیه د نورو پر تجربو او مشاهدو وي او نور زموږ له تجربو او مشاهدو څخه نه خبرېږي. ځکه هغوی هر یوه چې کله په خپل مسلک کې کومه تجربه کړې ده، هماغه تجربه یې د لیکنو له لارې زموږ او ستاسو سره شریکه کړې ده. خو موږ چې کله کومه نوې تجربه وکړو او یا مو په یوه موضوع کې کومې نوې برخې ته پام شي، هماغه څه یوازې زموږ سره پاتې شي او حتی د خپلې ژبې وګړي مو هم ترې خبر نه شي. 

نو پر همدې اساس مو دغه ځای پر ځای ولاړ حالت د دې ایجاب کوي چې باید بدل شي، د دې بدلون یوه لار دا ده چې د هر مسلک خاوند مو د لیکوالۍ هنر زده کړي، د دې هنر په وسیله خپله هره تجربه او مشاهده تر نورو هم مسلکیانو ورسوي، هغوی هم د لیکوالۍ د همدې هنر په وسیله د ده وړاندې کړی فکر تائید او یا رد کړي او یا حد اقل خپل ملحوظات ورته وړاندې کړي، په دې سره به هم د هغه لومړي کس فکر تر نورو رسېدلی وي او هم به یې د نورو هم مسلکیانو په خپل مسلک کې پوهه او معلومات زیات شوي وي. دغه راز دا کار به موږ خلاق او نوښتګر هم وروزي او د خپل مسلک هرې برخې ته به د شک په سترګه وګورو او د هغوی د عیبونو په لټه کې به شو، کله چې موږ د یوه شي عیب وپېژنو، په هغه صورت کې هغه شی په ښه ډول سره پېژندلای شو او بل د دې په خاطر چې نورو ته زموږ عیبونه څرګند نه شي، په خپل کار او کړنو کې به له دقت څخه کار اخلو. 

 دا اوس زموږ او ستاسو په هېواد کې ډېر داسې ناروغان شته، چې له یوې عادي ناروغۍ څخه یې ژوند د ځینو بې تجربې ډاکټرانو له لاسه د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوی، د انجینرۍ په برخه کې مو هم ځینو انجینرانو ډېرې بنسټيزې پروژې د خپلې لاعلمۍ ښکار کړې دي. د پوهنتون استادانو او د ښوونځیو ډېرو ښوونکو مو د بچیانو استعدادونه د روزلو پر ځای وژلي دي. په همدې ډول سره مو د هېواد د نورو بېلابېلو مسلکونو د مسلکیانو حال هم دی. دا حال به تر هغې پورې دوام کوي، چې تر څو موږ او تاسې خپلې تجربې او مشاهدې یو له بل سره شریکې کړې نه وي او د دې شریکولو لپاره تر ټولو غوره وسیله لیکوالي او کتابت دی؛ نو پر همدې اساس د هر مسلک خاوند ته لازمه ده چې د خپل مسلک تر څنګ د لیکوالۍ هنر هم زده کړي. حتی د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه باید په خپلو نصابونو کې د هرې څانګې څانګوالو ته د لیکوالۍ یو مضمون هم ولري. 

لیکوالي کوم جادو او طلسم نه دی، بلکې هر څوک کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره دا هنر زده کړي، زما په نظر که د نورو څانګو څانګوال دغه لاندې څو موارد په نظر کې ونیسي، هم کېدای شي د لیکوالۍ په برخه کې ډېره مرسته ورسره وکړي: 

۱ـ هڅه دې وکړي چې هره ورځ یو څه ولیکي، که بېخي هیڅ هم نه شي لیکلای، نو هغه د استاد غضنفر خبره دومره خو دې ولیکي چې: « زه نن هیڅ هم نه شم لیکلای.» 

۲ـ هڅه دې وکړي چې څه ډول یو څه پخپله عادي ژبه کې وایي، په هماغه ډول یې ولیکي. زموږ ډېری هېوادوال پر همدې خاطرهم له لیکوالۍ څخه وېرېږي چې ګویا ادبي لیکل نه شي کولای. ادبي لیکل د ادیبانو د کار ساحه ده، هغوی یو او بل ته پرې د امتیاز پګړۍ ور پر سره کوي،  د نورو مسلکونو خاوندان باید ځانونه پرې په تکلیف نه کړي؛ بلکې یوازې دې خپل فکر تر نورو ورسوي. 

۳ـ که چېرې بیا هم د ادبي لیکنو لېوالتیا ډېره ورسره وي او زړه يې غواړي چې لیکنه يې پر ادبي محاسنو محسنه وي، نو بیا دې لومړی پخپل عادي ډول لیکل وکړي او وروسته له هغې دې چې کله یې لیکنه بشپړه شوه، له سره دې پر خپله لیکنه غور وکړي، کوم ځایونه یې چې پر ادبي ښېګڼو برابر نه وو، هغوی دې برابر کړي، په لومړیو کې ځکه د خپلې لیکنې ادبیاتو ته پام کول سم نه ګڼل کېږي، چې بیا به پر ادبیاتو د برابرولو له کړاو نه د خپلې اصلي موضوع لیکل ورنه پاتې شي. 

۴ـ د پښتو د پنځو یا ګانو او د لیکنخښو زده کړو ته دې وخت ځانګړی کړي. هغه هم ډېر وخت نه؛ که دقت وکړي، په دوو درېیو ورځو کې یې زده کولای شي. 

۵ـ په خپل مسلک کې د لویو لیکوالو د کتابونو لوستل بې ګټې نه دي. هر څوک چې غواړي لیکوالي زده کړي، نو په خپل مسلک کې لیکل شوي کتابونه دې په پوره دقت سره ولولي، په دې سره به یې هم پخپل مسلک کې معلومات زیات شي او هم به د لیکوالۍ چلونه ترې زده کړي. 

د هغې ورځې په هیله چې زموږ د هر مسلک خاوند لیکوال او د کتابونو خاوند هم وي. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب