Homeخبرونهجلال اباد ښار کې ماين چاودنې د ملي امنيت ۴ کارکوونکو ته...

جلال اباد ښار کې ماين چاودنې د ملي امنيت ۴ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲۵) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې په جلال اباد ښار کې نن سهار د ملي امنیت د کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په دې چاودنه کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي، چې تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو وایي، په اړه یې څېړنې روانې دي.

د نوموړي په خبره د ټپيانو وضعیت ښه دی او اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د سړک غاړې ماین چاودنې د هېواد په ګڼو ولایتونو ډېرې شوې دي، چې وخت ناوخت ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبه اوړي.

د دې پېښې مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...