سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد بلخ اوسېدونکو د برېښنا د لوړو بیو پرضد لاريون کړی

د بلخ اوسېدونکو د برېښنا د لوړو بیو پرضد لاريون کړی

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲۵) د بلخ ولایت لسګونه اوسېدونکي د مزارشریف ښار سړکونو ته راوتلي او لارې یې تړلې دي.

دوی وایي، چې بلخ کې د برېښنا بیه د نورو ولایتونو په پرتله څو چنده زیات دی.

د لاريون ګډونوال وایي، له یوه اړخه د کورونا له امله رامنځته شوې بېوزلي او بېکاري او له بله بيا د برېښنا لوړ بيلونه هغه څه دي، چې د ډېرو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی وایي، ډېری داسې کورنۍ شته، چې په ډېرو سختیو د کور نفقه نشي موندی نو د برېښنا لوړ بيل به په څه ډول ورکړي.

لاریون کوونکي ګواښ کوي که اړونده مسولان یې غږ ته لبیک ونه وایي نو د بلخ برېښنا شرکت دروازه به وتړي او دغه راز به د برېښنا بیلونو د اجرا پروسه ودروي.

یواځې د بلخ اوسېدونکي نه دي، چې د برېښنا له لوړو بېو شکایت لري، بلکې د هېواپه ګڼو نورو ولایتونو کې هم عام خلک د خيالي بيلونو خبره کوي او وایي د برېښنا په نشتون کې پرې لوړ لوړ بېلونه راځي.

1 COMMENT

  1. دا غلاوی هر ځای روانی دی، د بریښنا د وزارت زور غاصیبینو او چارواکو ته نه رسیږی، ډز تر غریب اوولس اوباسی. اول دا غلا نده چی میتر په هرو دوه میاشتو کښی لوستل کیږی او په دی صورت کښی خا مخاه مصرف د کیلو ولټ لویږی او بیه له ۲،۵ افغانی ۸،۵ افغانی ته لوړیږی، که چیری د برق میتر په میاشت کښی تحویل سی شاید بل د برق د بیی او مصرف په حساب کم راسی. او دعا کوی چی پر غلو، غاصبینو، لنډه غرو او زورواکو تر کرونا ویروس بدتره بلا نازله سی او دا اوولس له دی غلو د الله په زور ورک سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب