Homeخبرونهوسله والو ننګرهار کې د پوهنتون یو استاد وژلی

وسله والو ننګرهار کې د پوهنتون یو استاد وژلی

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي نامعلومو وسله والو د پوهنتون استاد ادم خان ملاتړ وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې دغه استاد خپلې دندې ته روان وو.

د نوموړي په خبره یاده پېښه د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند حکیم آباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

ادم خان ملاتړ د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد وو، چې تر دې وړاندې یې بدخشان پوهنتون کې هم د استاد په حیث وظیفه تر سره کړې ده.

تر اوسه ددغې پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او د سړک غاړې ماین چاودنې د هېواد په ټولو ولایتونو کې زیاتې شوي چې د چارواکو سربېره پکې عامه خلکو هم مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...