سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeجنرال وزیريوړې کیسې، په منګي کې سمندر| جنرال دولت وزیري

وړې کیسې، په منګي کې سمندر| جنرال دولت وزیري

د افغانستان او نړۍ ځینې ولسي کیسې داسې وي، چې تر شا یې غټ پند او له عبرته ډک موضوعات پټ وي. په ځینو وړو کیسو کې لویې کیسې ځای شوي وي، عیناً لکه په منګي کې سمندر.

نن مې راته ګران وراره عاشق الله جان وزیري ډېرې خوږې او له عبرته ډکې کیسې وکړې.

وايي:

«په یوه سیمه کې یوه کس د ډوډۍ پخولو دکان جوړ کړ. ورځ تر بلې به يې کار ښه کېده او خوږې ډوډۍ به يې پخولې. خلک به ور ته په کتار کې ولاړ وو. هره ورځ يې ډوډۍ اخیستونکي ډېرېدل. څو میاشتې وروسته خلک متوجه شول چې د نانوای حالت خراب او رنګ يې ژېړېږي. خلکو فکر وکړ چې د نانوای کار خو ډېر ښه روان دی او ناروغ هم نه دی، د ده د رنګ د ژېړېدو د علت په لټه کې شول. ويې ليدل چې د نانوای شاوخوا ته په لسګونو خوږې ډوډۍ پرتې دي، خو ده د خلکو له پاره ډوډۍ پخولې او په خپله يې له سهاره تر بېګا پورې ډوډۍ خوړلو ته وخت نه درلود.»

موږ په خپله ټولنه کې هم وینو، چې ځینې کسان د نورو لپاره لویې قربانۍ ورکوي، خو دوی د شمعې په څېر سوځي او د ځان د بچ ساتلو لپاره لاس و پښې نه وهي. ځینې ډاکټران مو هم دغسې دي، چې د کرونا وایروس یا هم د جګړې پر لومړۍ کرښه سخته مبارزه کوي، زیات وخت دوی خپله هم قرباني شي او د خلکو ډېر وروسته ورته پام کېږی.

وايي:

«یو ګل پلورونکي به له سهاره تر بېګا پورې ګلان خرڅول، په ګټلو پیسو به يې ماښام د خپلو اولادونو له پاره خواړه رانيول. کومه ورځ چی به ګلان ونه پلورل شول، د خواړو د رانيولو له پاره به پيسې نه وې. په هغه ورځ به يې اولادونه وږي ویده کېدل. څو ورځې یې ګلان ونه پلورل شول، له ګلانو سره يو ځای کور ته را رهي و. په لاره کې یوه کس له ځان سره وویل چې دا څومره نېکمرغه سړی دی چی هره ورځ له ګلانو سره کور ته ځي. ميرمن او اولادونه به يې ورته څومره خوښ وي. کله چې سړی کور ته راورسیده اولادونو يې په ژړا پیل وکړ چې خدايه دا څه حال دی، پلار مو بيا له ګلانو سره را روان دی.»

واقعا فرق کوي، له ګلانو سره د دې سړي تګ او د یوې مړې او شتمنۍ کورنۍ د یوه غړي ورتګ، د نېستمن ګل پلورونکي په لاس کې د ګلانو ګېډۍ د بلې شپې بد خبر رسوي، چې د کورنۍ غړی به وږي ویده کېږي، خو د شتمن سړي په لاس کې د ګلانو ګېډۍ معنی د خوشحالۍ کوم خبر به په کور کې ازانګه ګوي.

وايي:

«د یوه رئیس کارونه ډېر ښه روان وو. هره ورځ به يې په غونډو کې ګډون کاوه او خپل معلومات به يې له خلکو سره شریکول. کله يې چې معلومات پای ته ورسېدل نور نو خلک د ده د تکراري معلوماتو ستړي شول. نور به چا ورته سم غوږ نه نيوه. رئیس چې وليدل ورځ تر بلې خپل باور بایلي ناروغ شو او حالت يې تر روغتون پورې ورسېد. د رئیس مرستیاله چې له لومړۍ ورځې يې کارونه دومره ښه نه وو، هره ورځ به يې غونډو ته احضارات نیول او نوي معلومات به يې له خلکو سره شریکول. په ډېر لنډ وخت کې يې ډير پرمختګ وکړ او د خپل رئیس ځای يې ونیوه.»

په لوړ موقف کې کار کول دا معنی نه لري، چې هر کس خامخا د وړتیا له مخې دغه مقام ته رسېدلی.

ځینې انسانان د یوه ګیلاس په څېر وي، چې د هماغه یوه ګیلاس په اندازه اوبه په نس کې ځایولای شي، خو ځینې کسان د چینې په څېر وي، چې مقدار یې موږ ته نه معلومېږي، خو دغه چینه تل بهانده وي او د سیند په تل کې ورو- ورور بهېږي.

موقفونه وړتیاوې نه زیاتوي، بلکې زیات وخت تاسې اړ یاست د خپل موقف د ساتلو لپاره خپله وړتیا خپله زیاته کړئ چې هر څوک مو مستحق وبولي.

 

وايي:

«دوه کسه له هره پلوه سره برابر وو. عمر، وزن، قد او قوت يې سره یو شان وو. دوی دواړو چې به سره پهلواني کوله په هېڅ صورت یو پر بل نه بريالي کېدل. خلکو پرېکړه وکړه چې دوی دواړو ته دوه تبرګي ورکړي او په مساوي وخت کې چې چا ډېرې ونې پرې کړې. هغه به اتل وي. دواړو ته يې تبرګي ورکړل د سهار په شپږو بجو يې د ونو په پرې کولو پیل وکړ.

لومړي کس تر غرمې اته ونې پرې کړې. دويم کس کله چې شپږ ونې پرې کړې وروستي دوه ساعته يې د تبرګي په تېره کولو تیر کړل. خلکو چې وليدل لومړي کس اته او دويم کس شپږ ونې پرې کړي دي. ټولو وویل چې حتمی لومړی کس به بریالی وي. له غرمې ورسته په پاتې شپږو ساعتونو کې د لومړي کس د څلورو ونو له پرې کولو وروسته تبرګي کار پرېښود، په ډیر زیار يې نورې دوه ونې پرې کړې چې د پرې شوو ونو شمير يې څوارلسو ونو ته ورسیده. دویم کس په پاتې شپږو ساعتونو کې لس ونې پرې کړې لا وخت يې پای ته مه و رسېدلی چې تبرګي يې لا نور هم په خوند چلېده. کله چې خلک راغلل د لومړي کس د پرې شویو ونو شمير څوارلس او د دویم کس د پرې شویو ونو شمير شپاړس و. په دې توګه دویم کس اتل اعلان شو.»

کله کله باید د هغو اوزارو او وسایلو خیل هم وساتو چې ورڅخه کار اخلو او همدغه وسایل زموږ د بریا سبب کېږي.

انسان باید دومره حریص وي، چې د بریا  لېونۍ تنده یې سترګې پټې کړي او هغو ملګرو او اوزارو قرباني هیره کړې، چې د ده په پرمختګ کې نقش لري.

اوس په دوستانو پورې اړه لري چې له دې کیسو څخه څومره ګټه پورته کولای شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب