Homeخبرونهطالبانو د بره‌کي برک ولسوال پر کور برید کړی

طالبانو د بره‌کي برک ولسوال پر کور برید کړی

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۲۵) طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ د ولسوال پر کور برید کړی او د هغه یو ورور او یو ساتونکی یې وژلي دي.

د بره‌کي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه ناوخته د نوموړي په کور برید کړی چې په پایله کې یې یو ورور او ساتونکی وژل شوي او یو ورور یې ټپي شوی.

د بره‌کي برک د ولسوال کور د لوګر ولایت د محمداغه ولسوالۍ د ګمران په سیمه کې موقعیت لري.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...