جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حکومت مرکچي پلاوی سبا قطر ته ځي

د حکومت مرکچي پلاوی سبا قطر ته ځي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: یو شمېر دولتي سرچینې وايي چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی به سبا له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.

د سولې د مرکچي پلاوي یوې غړې فوزیه کوفي قطر هېواد ته د افغان پلاوي سبانی سفر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې دواړه خواوې به د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د شنبې په ورځ مذاکرات پیل کړي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره د خبرو لپاره په دې خاطر انتظار و چې ظاهراً طالبان حاضر نه ول چې خبرې وکړي.

خو اوس تازه ویل شوي چې طالبان هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره حاضر شوي دي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم څو ځلې قطر ته د سولې د مرکچي پلاوي د تګ د احتمال راپورونه خپاره شوي وو.

د راپورونو له مخې نن یوه قطري الوتکه کابل ته راغلې وه چې ۶ متنازع طالب بندیان قطر ته یوسي، خو تر اوسه یې په اړه یې پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ټاکل شوې دغه شپږ تنه بندیان چې استرالیا او کاناډا یې د نه خوشې کولو غوښتنه کړې، په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو تر بشپړېدو نظربند وساتل شي.

1 COMMENT

  1. فکر نکوم چی سبا به هم د دوی سفر دوحی برابر شی. ویل کیږی چی تر اوسه فوزیه کوفی خپل د آرایشو سامان ندی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب