جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت له یوې اسټرالیایي کمپنۍ سره تړونونو لاسلیک کړي

افغان حکومت له یوې اسټرالیایي کمپنۍ سره تړونونو لاسلیک کړي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) افغان حکومت نن د ولسمشر غني په حضور کې له یوې اسټرالیایي کمپنۍ سره د همکارۍ پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.

له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا تړونونه د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، کانونو او پطرولیم له وزارتونو، د اوبو تنظیم ادارې او سرې میاشتې سره لاسلیک شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، افغان حکومت له یاد شرکت څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د اسټرالیایي کمپنۍ مشر فورسټ ریمارک ویلي، هدف یې د افغانستان خلکو ته خدمت دی او غواړي افغانانو ته دا وړتیا ور په برخه کړي چې اقتصادي خپلواکي ولري او له شته ستونزو څخه په بریالیتوب ځانونه راوباسي.

هغه زیاته کړې ده چې دوی به له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

اسټرالیا هیواد ډېر کله له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کوي.

2 COMMENTS

  1. هو افغانستان یو غنی هیواد دی ، باید په خپلو منابعو متکی شی : په زراعت ، اوبو ، معدن او صنعت باندی په پوره جدیت کاروکړی ،او لازمی داخلی او خارجی سرمایه ګذاری جزبی کړی .

  2. در صورتیکه کار به اهل کار سپرده شود و کاغذ های که سبب سد راه بازسازی و سرمایه ګذاری بنام اظهارنامه و غیره وجود دارد برداشته شود. سیستم باید بصورت ساده و قابل فهم به سرمایه ګذاران تقدیم ګردد نه اینکه راه وند و رشوت ستانی مسؤلین حکومتی در آن ایجاد ګردد.

    یو وخت می له یوه کس څخه وپوښتل چی ولی تاسو دا پاڼی د څه لپاره جوړی کړی چی په نتیجه کی یی صرف بیا یوه پاڼه ډکیږی؟ هغه ځواب راکړ مونږه باید په یوه صورت نه په صورت سره له خلکو پیسې تر لاسه کړو. د افغانستان به هیڅ کله سرمایه ګذارن په یوه پیچلی، مبهم سیستم سره سرمایه جذب نشی کړای. هلته چی نه برق شته، نه ځآی د فعالیت او له ټولو مهمه امنیت. کابل کی همدا اوس چی کله درباندی پوه شی چی تاسره زر ډالره دی په ولا په رڼا ورځ دی هماغه پولیس شکوی او پیسې در څخه اخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب