پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپوليسو په تخارکې د يوې ښځې جسد او بله په ټپي حالت...

پوليسو په تخارکې د يوې ښځې جسد او بله په ټپي حالت کې موندلې

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) د تخار امنيتي چارواکي وایي پولیسو نن سهار د مرکز تالقان اړوند قره بای له کلي د یوې ښځې جسد او یوه بله ښځه په ټپي حالت کې موندلې ده.

د یاد د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل الله اسیر وايي، د دغو ښځو عمرونه ۲۵ او ۳۰ کاله ښودل شوي دي.

اسير زیاتوي، چې تر اوسه د پېښې لامل نه دی مالوم، خو په خبره یې پولیسو یې په تړاو څېړنې پیل کړي دي.

د یادولوده ، چې تېره د بادغيس امنیتي مسولانو ویلي وو،چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې یوه ۴۵ کلنه مېرمن وژلې او پېغله لورې له ځانه سره بېولې ده.

د بادغيس پېښه وړمه ورځ د هرات ـ قلعه نور په لاره رامنځته شوې ده.

په دې وروستیو کې یوځل بیا په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پېښې ډېرې خپریږي او مېرمنې له حکومت نه غواړي څو د دې پېښو په مخنیوي کې هڅې ګړندۍ کړي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d8%a7%d8%af%d8%ba%d9%8a%d8%b3-%da%a9%db%90-%db%8c%d9%88%d9%87-%da%9a%da%81%d9%87-%d9%88%da%98%d9%84%db%90-%d8%a7%d9%88-%d9%84%d9%88%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب