پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت ریاست: پر مولوي ایاز نیازي او عزیزالله مفلح د...

د ملي امنیت ریاست: پر مولوي ایاز نیازي او عزیزالله مفلح د برید طراح ونیول شو

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: په کابل کې پر دوو دیني عالمانو مولوي ایاز نیازي او عزیزالله مفلح د برید طراح ونیول شو.

مولوي ایاز نیازی د وزیر اکبر خان جامع مسجد او مولي عزیزالله مفلح په کابل کې د شېرشاه سوري جامع مسجد خطیبان وو.

د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونو یې په ځانګړو عملیاتو کې د عبید په نوم کس چې په عکرمه مشهور و نیولی دی.

سرچیه کاږي دغه کس داعش ډلې سره تړاو لري چې په کابل کې یې په دوو دیني عالمانو د برید طرحه جوړه کړې وه.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې یاد کس د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش ډلې جنګي مسؤل هم وو.

مولوي عزیزالله مفلح او څلور نور لمونځ کوونکي د روان کال په جوزا میاشت کې په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله ووژل شول.

دغه راز مولوي ایاز نیازی هم د روان کال د جوزا میاشتې په ۱۳ نېټه د وزیر اکبر خان جامع جومات کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

2 COMMENTS

  1. باید د تحقیقاتو او مربوطه شبکی د پیداکولو نه وروسته سمدلاسه اعدام شی ، او دغسی جنایتکاران باید د اسلامی شریعت او اساسی قانون د مخی چه د قتل جزا اعدام ده ، په سزا ورسول شی .

  2. تر هغو چی داسی قاتلین علنی په چمن حضوری کی اعدام نشی لنډغر او انسان وژونګی به په جرات سره خپلو عملیاتو ته ادامه بدون له کومه ویرې ادامه ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب