جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه وایي په میانمارکې اوس هم د مسلمانانو ټول وژنه دوام...

ملګري ملتونه وایي په میانمارکې اوس هم د مسلمانانو ټول وژنه دوام لري

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) ملګري ملتونه په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د میانمار په راخین سیمه کې اوس هم له مسلمانانو غلطه ګټه اخيستل کیږي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې اوس هم په یاده سيمه کې مېشت مسلمانان د امنیتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي او وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي اولا موګرین پر دې بشري ضد جنایت ژوره خواشیني ښودلې ده.

اولاموګرين زیاته کړې ، چې د سپټمبر میاشتې له درېیمې نیټې راپدېخوا یو ځل بیا په راخین ایالت کې د مسلمانانو قتل عام پیل شوی دی.

د نوموړې په خبره  په همدې موده کې د مسلمانانو تر ۱۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي او په زرګونو خلک بې کوره شوي دي.

یاد سازمان دغه راز په خبرپاڼه کې پر میانمار غږ کړی ، څو باید د مسلمانانو پر وړاندې روان وحشت ودروي.

میانمار کې له کلونو راهيسې پر مسلمانانو ظلمونه پيل شوي، چې آن د نړۍ په کچه مسلمانانو پرې غبرګون ښودلی او یاد هېواد له حکومت نه یې غوښتي، څو هلته په مېشتو مسلمانانو ظلمونه ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...