جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعراقي پارلمان د امریکایي نظامیانو ستنول د ټرمپ ټاکنیزشعار بولي

عراقي پارلمان د امریکایي نظامیانو ستنول د ټرمپ ټاکنیزشعار بولي

تاند( پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) د عراق د پارلمان غړي وایي، چې  له عراق څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو خبره د ټرمپ ټاکنیز شعار دی.

د یاد هېواد پارلمان کې د الفتح فراکسيون غړي کریم علوي له الاتجاه تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ټرمپ یو ځل بیا هڅه کوي په ورته شعارونو سره په ټاکنو کې رایې خپلې کړي او ځان بریالی کړي.

علوي زیاته کړې، چې د امریکایي ولسمشر تېرو دروغو ته په پام د نوموړي پر خبرو هېڅ باور نه دی په کار.

د نوموړي په خبره عراق باید په خپل دریځ ودرېږي او له هېواد څخه د امریکایي ځواکونو ایستل باوري کړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b9%d8%b1%d8%a7%d9%82-%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%b9%d8%b1%d8%a7%d9%82-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%87/

په ورته مهال بیا د یاد فراکسیون یو بل غړي هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې ټرمپ تل په عراق کې د خپلو ځواکونو پر حضور ناخوښي ښودلې خو د ده په خبره ريښتیا دا دي، چې امریکا په عراق کې د اوږدمهاله حضور غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب