جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهترکیې د عرب ټولنې پر پرونیو پرېکړو سخت غبرګون ښودلی

ترکیې د عرب ټولنې پر پرونیو پرېکړو سخت غبرګون ښودلی

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د عرب ټولنې د تېرې ورځې پر پرېکړو سخت غبرګون ښودلی دی.

المیادین د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې عربان دې خپلې چارې سمبال کړي او په خبره يې، ترکیه په خپلو کارونو ډېره ښه پوهېږي.

دوی ویلي، چې د یادې ټولنې پرېکړې ورته مهمې نه دي او جدي یې نه نیسي.

سرچینې زیاته کړې، چې ترکیه د خپلو ګټو خوندیتابه لپاره د هېڅ درېیم هېواد خبرې نه اوري او د خپلو پولو امنیت لپاره به له هیڅ سختې پرېکړې مخ ونه ګرځوي.

ترکیه دا څرګندونې وروسته ترهغه کوي، چې د عرب ټولنې ځینو غړو هېوادونو له ترکیې غوښتنه کړې ده، چې د سیمې امنیت لپاره دې په خپلو پرېکړو کې محتاط اوسي.

یادې ټولنې ګواښ کړی وو، که ترکیه محتاط ونه اوسي نو دوی به یې په اړه سختې پرېکړې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب