جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د امنیتي سرتېرو پر پوستې موټربم برید شوی

کندهار کې د امنیتي سرتېرو پر پوستې موټربم برید شوی

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې ۷ سرتیري یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې برید نن تر غرمې وروسته شاوخوا ۳:۰۰ بجې د ارغنداب ولسوالۍ په لاهوري سیمه کې هغه مهال شوی چې بریدګر غوښتل د امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړي.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي چاودېدونکي توکي په یوه مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د پولیسو په یوه پوسته یې چاودنه کړې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ۷ سرتېري ټپیان شوي چې د ددو تنو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه ددغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. د افغانانو دغه قتلونو که ملکی دی او که نظامی چه طالبان ورته اورکم وایی ، اصلآ هیڅ شرعی دلیل او جواز نلری . صرف د طالبانو نه د ملت کرکه ډیرولای شی او بس . کله چه د طالبانو رهبری له امریکایی نظامیانو سره صلحه کوی ، خو د افغانستان د مجاهد او مسلمان ملت زامن هره روځ قتلوی ، ددی دلیل د اسلامی شریعت ، قرآن او سنت په کوم ځای کی موندلای شی ؟ په هیڅ ځای کی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب