جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا سفارت د فوټبال لوبغاړو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

د امریکا سفارت د فوټبال لوبغاړو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

تاند،‎ پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: کابل کې د امریکا سفارت وایي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د فوټبال ښځینه لوبغاړو باندې د جنسي تیري په تور مجرم پېژندل شوی چې  دوی د یادو لوبغاړو لپاره د عدالت غوښته کوي.

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسون وایي چې ښځینه لوبغاړو د دې قضیې د تعقیب لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی، نو دوی حق لري چې عدالت تامینیدل وویني.

د امریکا سفارت په داسې مهال پر کرام الدین کریم د عدالت تطبیقولو غوښتنه کړې چې هغه لا تر اوسه ازاد ګرځي او د پولیسو له لوري نه دی نیول شوی.

امنیتي ځواکونو د روانې سنبلې میاشتې په درېیمه د کرام الدین کریم د نیولو لپاره په پنجشېر کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړل چې د هغه په نیولو کې پاتې راغلل.

د راپورونو له مخې سیمه ییز خلک ددې سبب شول چې امنیتي ځواکونو د نوموړي په نیول کېدو کې پاتې راشي، خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د عملیاتو پر مهال د فوټبال فدراسیون رئیس له سیمې څخه وتلی وو.

تر دې وړاندې ولسمشر غني د پنجشېر له خلکو غوښتي وو چې کرام الدین کریم پولیسو ته تسلیم کړي تر څو ورسره قانوني چلند وشي.

د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د فوټبال ټیم د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب