جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسرور دانش: طالبان دې ژر تر ژره د سولې خبرو ته حاضر...

سرور دانش: طالبان دې ژر تر ژره د سولې خبرو ته حاضر شي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) د ولسمشر دویم مرستیال سرور: دانش وایي، دولت د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي دي او اوس طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د خبرو مېز ته حاضر شي.

نوموړي چې نن یې د پاکې هوا نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د سولې راتګ لپاره پیل شوې هڅې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې او ټول یو ځای د همدې پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې له طالبانو سره پیلېدونکي خبرې به په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې او ثبات لامل شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې قطر ته د دولت د مذاکراتي پلاوي سفر له یوې ورځې بلې ته ځنډېږي او دغه راز طالبان؛ افغان دولت د یادو خبرو پیل پر وړاندې د خنډونو پر ایجادولو تورنوي.

1 COMMENT

  1. د سولی او مصالحی موضوع د وعظ نه تیره شوی ، په دی هرڅوک پوهیژی ، حتی د حکومت مسلح مخالفین هم ، چه د صلحی مثبت نتایج ددی مملکت د پاره څه دی ، خو دا کار خپلواکه اراده او تعهد غواړی ، دا به زمان وښیی چه د قطر د طالبانو دفتر څومره اسلامی ، افغانی ، او د افغانستان د لوړو ګټو په بنیاد تصمیم نیولای شی . د افغانانو تر منځ یود بل وژنه مطلقآ حرامه ده ، باید چه د اسلامی شریعت په اساس د مذاکرتو نه مخکی اول اوربند اعلان شی ، او که نه د مذاکراتو د اولی روځی نه اعلان شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب