جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۹۸ ملکي...

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۹۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: د کورنیو چارو وزارت وايي طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۴۹ ملکي وګړي وژلي دي.

ددغه وزارت ویاند طارق آرین وايي طالبانو په تېره یوه اونۍ کې په ۲۲ ولایتونو کې ۳۶۸ بریدونه تر سره کړي دي، چې ۴۹ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي آرین د مالوماتو له مخې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ملکي کسانو ته په کندهار او زابل ولایتونو کې اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې په هېواد کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

په تازه برید کې چې تېره ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان تر سره شو پکې لس ملکي وګړي ووژل شول او د امرالله صالح د دوو ساتونکو په ګډون پکې تر ۱۵ ډېر نور ټپیان شول.

طالبانو د اوس لپاره پر امرالله صالح شوي برید کې خپل لاس لرل رد کړي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي ښايي دا برید د حقاني شبکې له لوري تر سره شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب