جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهچارواکي: یونان ژمنه کړې چې د موریا کمپ زیانمن شوي افغانان به...

چارواکي: یونان ژمنه کړې چې د موریا کمپ زیانمن شوي افغانان به امنو سیمو ته انتقال کړي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: د افغانستان حکومت وايي یونان ډاډ ورکړی چې په هغه هېواد کې د اورلګېدنې له امله زیانمن شوي افغانان به امنو سیمو ته انتقالوي.

تېره ورځ په یونان کې د موریا په نامه د کډوالو په یوه پنډغالي کې اورلګېدنه رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې په دغه کمپ کې شاوخوا ۱۳ زره کسان اوسېدل چې ۷۰ سلنه یې افغانان دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه اورلګېدنه کې د افغان کډوالو د سرپنا او ځیني نور توکي سوځېدلي دي، خو د یونان حکومت ډاډ ورکړی چې افغان کډوال به یوې امن سیمې ته لېږدوي.

ویل کېږي دغه کمپ د ۳ زرو کسانو لپاره جوړ شوی چې اوس پکې شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې تمه ژوند تېروي چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي دغه اورلګېدنه د سه شنبې په شپه رامنځته شوې چې په پېښه کې ځاني زیان ندی اوښتی؛ خو ۱۲۶۰۰ کډوال بې کوره شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مدیر انتونیو ویتورینو وايي، دوی د یوناني چارواکو او اغېزمنو کډوالو او پناوړونکیو د ملاتړ لپاره هڅه کوي.

په ورته مهال د یونان د کډوالو چارو مرستیال جورج کوموتساکوس ویلي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال به په لنډ مهاله خیمو کې د حکومت لخوا استوګن شي.

د چارواکو په وینا تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم شوی خو په اړه یې څېړنې کوي.

باید وویل شي چې هره ورځ لسګونه افغانان په قاچاقي لارو اروپا ته د تګ هڅه کوي، چې ډېر کله د دوی ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب