Homeخبرونهامریکا او ازبکستان: د سولې له روانې پروسې سره هر ډول همکارۍ...

امریکا او ازبکستان: د سولې له روانې پروسې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) د افغانستان، امریکا او ازبکستان د درې اړخیز فارمټ فرعي کمېټو پر مهمو مسئلو بحث کړی دی.

د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې د یادو درې واړو هېوادونو د فرعي کمېټو غړو د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سولې او د انساني قاچاق پر مخنیوي خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د درېواړو هېوادونو استازو ټینګار کړی چې په سیمه کې تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان سوله ده او ټولو ته په کار ده چې په دې برخه کې پراخه همکاري وکړي.

ازبکستان ویلي دوی د افغانستان د سولې ملاتړي دي او تل هڅه کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول هڅو سره همکاري وکړي.

امریکا هم ویلي چې د افغانستان د سولې مسئله حساس پړاو ته رسېدلې ده او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم مهمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...