یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهپوتین: د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی

پوتین: د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د افغانستان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

پوتین د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې د وینا پر مهال پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي.

نوموړي په افغانستان کې روانې جګړې او د سولې په تړاو رامنځ ته شوو کشمکشونو ته هم اشاره کړې ده او په خبره یې په دغه هېواد کې حالات د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي افغانستان اوس په یوه کړکېچن حالت کې دی چې وضعیت یې په سیمه کې اندېښنې پارولې دي.

پوتین په منځني ختیځ او افریقا کې هم پر روانو نا امنیو، جرمنو او نښتو اندېښنه ښودلې ده او ددغه ناندریو پای ته رسول یې د نړیوالو ګډ مسوولیت بللی دی.

2 COMMENTS

  1. تاسو، پنجاب او ایران لاس له افغانستانه لنډ کړی هر څه به سم سی. د افغانستان وضعیت خو د تاسو سرو کفارو له لاسه داسی دی، هغه وخت مو کمونستان مزدوران وو او س مو طالبان، ولی له هغه وخته تاسو هیڅ درس وانخیست بیا مو لاس زموږ ګریوان ته اچولی، چی په لس ګونه برخو وویشل سوی داځل به په زرهاوو قومونو وویشل سی. ددی ملک د ریښتینو شهیدانو وینه رنګ راوړی.

  2. ښاغلي ولادمير سلام چار مو ښه،
    که ستاسو نيت د افغانستان په هکله پاک وي او د ځان د ملک هيره نه وي درسره نو مهرباني وکړي خپل ملاتړ له طالب، پنجاب او ایران نه واخله او هغه ټول تاوانونه چه تاسو زوموږ خاوري ته رسولي بيرته موږ ته راکړه بيا به موږ تاسي په غيږ کي ونيسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب