یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ...

ملګري ملتونه: په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) ملګري ملتونه وایي په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو او افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کابل کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تېرې ورځې برید غندلی دی او په خبره یې ددې اړتیا ده چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ختم شي.

نوموړي ویلي بین الافغاني خبرې باید پيل شي او د خبرو له لارې دې د افغانستان روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملګري ملتونه په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او له افغانستان به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ملګري ملتونه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تیره ورځ په کابل کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان برید کې لس تنه ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول.

1 COMMENT

  1. لعنت دې وي په تاسو. چې په دا ۴۰ کاله کې مو هبڅ ونکړل. صرف غندل، غم شریکي او ولاړ یو وایی. ستاسو نوم بایو منافق او دښمن ملتونه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب