دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهوکیلان: پاکستاني پوځیانو د پکتیکا په سرحدي ولسوالیو کې نوي تاسیسات جوړ...

وکیلان: پاکستاني پوځیانو د پکتیکا په سرحدي ولسوالیو کې نوي تاسیسات جوړ کړي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۰مه: په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي وايي پاکستاني پوځیان د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې رااوړي او عام خلک ځوروي.

د وکیلانو په وینا پاکستاني پوځیان د پکتیکا په پینځو ولسوالیو کې له فرضي کرښې دې غاړې ته رااوښتي او پر ولسي خلکو یې ظلمونه پیل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازې ثریا اکبري ویلي، پاکستاني پوځیان ورځ تر بلې د افغانستان خاورې ته راداخلیږي او د پکتیکا په ټولو پینځو سرحدي ولسوالیو کې نظامي تاسیسات جوړ کړي دي.

د آغلې اکبري په خبره حکومت تر اوسه د پاکستان ددغه عمل پر وړاندې سکوت اختیار کړی دی.

بلخوا د ولسي جرګې بل غړي الله ګل مجاهد ویلي، چې ډیورنډ فرضي کرښه هېچاته د منلو وړ نه ده او نه به یې څوک په رسمیت وپېژني.

که څه هم مجاهد د چا نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې یواځې پینځه سیاستوال د خپلو شخصي ګټو لپاره د ټول ولس استازیتوب نه شي کولی، نو ځکه دغه کرښه افغان ولس ته د منلو وړ نه ده.

د ولسي جرګې غړو داسې مهال د پاکستاني ځواکونو د ناقانونه کړنو پر وړاند په حکومت نیوکه کړې چې پاکستاني پوځيان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په څو ولایتونو کې د افغانستان خاورې ته رااوښتي دي، خو افغان چارواکي یې يه هکله څه نه وايي.

4 COMMENTS

  1. دپکتيکا د فرضيې کرښې په اړه مې چې خبر وليد ډير ناهيلى شوم ؟؟؟
    ولې افغان دولت يې مخنيوى نشي کولاى؟ ايا افغان دولت ولې دومره ظلم له خپل ولس سره کوي؟
    کاش د افغان دولت نوم خو درباندې نه واى.

  2. هغه حکومت چه د خاوری تمامیت ونه ساتلای شی بلکه هغوی یوازی خپله چوکی ساتی
    دمملکت خارجی سیاست صفر دی۰اغزن تار تیر شو۰
    دطالب جنګ په همدغه خاطر دی۰پاکستان خپل اهداف مخ ته وړی او حکومت یی په جنګ بوخت کړای دی۰کله چه یو وطن دوست سر پورته کړی د ترور سره مخامخ کیږی۰
    د ښاغلی امرالله خان دوه پیښی یی ښکاره مثال دی۰
    پاکستان اول سرخد ته نږدی سیمی د توپونو تر اور لاندی راولی کله چه خلک له هغی سیمی کډه وکړی بیا هغه سیمه لاندی کوی او تاسیسات جوړوی اکثره والیان وطن ته خاین وی او ځان چوپ ساتی او یا د جنرال رازق په سرنوشت په شان کیږی۰
    امریکایی چارواکی د انګلیس سره یو ځای د پاکستان ملګری دی۰ زمونږ حکومت هم د
    خارجی بادار په امر دی کوم یو چه څه فداکاری وکی د هغه شخصی اخساس وی اوبس۰
    مننه په دیر تاسف سره// مونږ باید دهند سره لاس یو کړو د پاکستان په مقابل کښی۰
    بل انتخاب نه لرو

  3. am Reply
    کاموال صېب ستا په اجازت يې کاپي کوم !.
    هغه حکومت چه د خاوری تمامیت ونه ساتلای شی بلکه هغوی یوازی خپله چوکی ساتی
    دمملکت خارجی سیاست صفر دی۰اغزن تار تیر شو۰
    دطالب جنګ په همدغه خاطر دی۰پاکستان خپل اهداف مخ ته وړی او حکومت یی په جنګ بوخت کړای دی۰کله چه یو وطن دوست سر پورته کړی د ترور سره مخامخ کیږی۰
    د ښاغلی امرالله خان دوه پیښی یی ښکاره مثال دی۰
    پاکستان اول سرخد ته نږدی سیمی د توپونو تر اور لاندی راولی کله چه خلک له هغی سیمی کډه وکړی بیا هغه سیمه لاندی کوی او تاسیسات جوړوی اکثره والیان وطن ته خاین وی او ځان چوپ ساتی او یا د جنرال رازق په سرنوشت په شان کیږی۰
    امریکایی چارواکی د انګلیس سره یو ځای د پاکستان ملګری دی۰ زمونږ حکومت هم د
    خارجی بادار په امر دی کوم یو چه څه فداکاری وکی د هغه شخصی اخساس وی اوبس۰
    مننه په دیر تاسف سره// مونږ باید دهند سره لاس یو کړو د پاکستان په مقابل کښی۰
    بل انتخاب نه لرو

  4. افغانستان یو ډیر غښتلی ښکلی او طبیعي زیرمو څخه مالامال او د جیوستراتیژیک له پلوه زړه راښکوونکی او مهم هیواد دی.
    خو د کرزي او غني حکومتونو دا هیواد د ماتې او ویجاړۍ خوا ته بوتلو..
    اې بېکاره حکومته ! اې ویده حکومته ! اې بې شرمه او بې ننګه حکومته ! اې غني اې عبدالله اې دفاع داخله خارجه وزارتونو اې ارګ المرګه لږ د خدای لپاره احساس پیدا کړئ لږ را ویښ شئ !! ولې کوۍ د خپل ملت په سترګو کې خاورې اچوۍ، تر څو به تاسې د ډیورنډ په کرښه میشت ولسونه غولوۍ؟ تر څو به تاسې د پاکستان په ظلمونو ، د تجارت په سیاسي کولو او د افغانستان خاوره په قبضه کولو چپه خوله او لاس تر زنې ناست یاستۍ؟ ایا تاسې دا سوچ نه کوۍ چې تاسې ریښتیا هم د دې کرسۍ او چوکۍ لیاقت او اهلیت نلرۍ؟!!
    اې خدای غرق کړو !! لږ احساس را ویښ کړئ، او د خپل ملت او خاورې نه دفاع وکړئ، ملي پوځ ګرم ندی ، ټولې پټې معاملې تاسې ناکاره مشرانو کړي دي.. تاسې ته شرم پکار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب