جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وایي پر جمهوریت او افغان ځواکونو معامله ورته د منلو...

ولسمشر غني وایي پر جمهوریت او افغان ځواکونو معامله ورته د منلو نه ده

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۲۰) افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې سوله راتلونکې ده خو ټینګار یې کړی، چې هېڅکله به چا ته د نظام د پاشل کېدو اجازه ورنکړي.

ولسمشر غني ،چې ‘نن یې د مارشال فهیم پوهنتون څخه د یو شمېر افغان افسرانو فراغت غونډې ته وینا کوله وویل، په سوله کې به د افغانستان تېرې لاسته راوړنې او د افغان ځواکونو سرښندنې او حیثیت خوندي وي.

هغه زیاته کړه،چې د جمهوریت ساتونکي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه دي او په وینا یې پر یاد ځواک او جمهوریت به نه خپله معامله وکړي او نه به بل ته دا اجازه ورکړي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، شپږ تنه خطرناک طالب زندانیان نن د قطر په لور خوځېدلي او ټاکل شوې سبا د افغان دولت مذاکراتي پلاوی هم دوحې ته د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه سفر وکړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%85%d8%b1%da%a9%da%86%d9%8a-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%db%8c-%d8%b3%d8%a8%d8%a7-%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d8%aa%d9%87-%d8%b3%d9%81%d8%b1-%da%a9%d9%88%d9%8a/

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب