جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قطر په دفتر کې عباس ستانکزی او سهیل شاهین ولې منزوي...

د قطر په دفتر کې عباس ستانکزی او سهیل شاهین ولې منزوي شول

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) یوې طالب سرچینې د قطر په دفتر کې د عباس ستانکزي او سهیل شاهین د منزوي کېدو دلایل په ډاګه کړل.

د طالبانو د قطر په پراخ دفتر او جوړښت کې په دې وروستیو کي دغه غیر طالب مشران هم کونج ته شوي دي.

سرچینه وايي، د قطر د دفتر مشر ملابرادر په دې خاطر پر سهیل شاهین غوسه شو او د مرکچي پلاوي له مشرۍ یې لیرې کړ چې ولې یې د ټویتر له لاري د عباس ستانکزي په مشرۍ مذاکراتي ټیم اعلان کړ.

د سُهیل شاهین پر ځای، چې له څو کلونو راهیسې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی و، ملا نعیم وردګ وټاکل شو.

په قطر کې طالب سرچینو تاند ته وویل، ملا برادر ویلي و «چې د مدرسې ځیره یې نه وي خوړلې طالبان باید ورباندې باور ونه کړي او مکتب او پوهنتون لوستونکو باندي باور مه کوئ.»

د طالبانو دننه دوو مشرانو عباس ستانکزي او سهیل شاهین عصري زده کړې (ښوونځي او پوهنتون) کړي دي.

سهیل شاهین د طالبانو یو رسا غږ و چې د ځینو په باور نوموړي د دې ډلې موقف نړیوالو ته په داسې ډول څرګنداوه لکه طالبان چې یو تروریستي یا جګړه مار تنظیم نه بلکې یو عادي سیاسي بهیر او ګوند وي.

د سهیل شاهین او عباس ستانکزي تنزیل دا څرګندوي چې دا ډ‌له له هغو کسانو پرته، چې مدرسې یې ویلي، نور کسان زغملی نه شي.

ملانعیم تیره ورځ ډاکترعبدالله په خپله تویترپاڼه کې فالو کړی و خو سهار یې بیرته له لیسته لري کړ.

طالب سرچینې تاند ته وویل، سهیل شاهین په پښتو، دري، اردو، عربي او انګلیسي ټویتونه کول او د هرې ژبې د لوستونکو او ژورنالستانو مشکل یې حل کاوه خو له دې ټولو ځانګړتیاوو سره سره د ملابرادر د قهر ښکار شو او د دې امکانات شته چی غیر طالب عباس ستانکزی او سهیل شاهین ورو ورو د قطر له دفتره هم ګوښه کړل شي.

تر دی وړاندی یو بل طالب مشر جان اغا زاهد احمدزی له دې امله چې تخلص یې ولې قومي (احمدزی) دی د قطر دفتر له غړیتوبه بې برخی شو.

7 COMMENTS

  1. په خروکې د قچر ځای نه کیږي. د عصري زده کړو سره مخالفت لري وایې چې باید د مدرسې زیره یې خوړلې وي. ولې پاک نه وایي چې په مدرسه کې یې د ملا ډګه نه وي څکلې هغه طالب ندی. دوی خو هغه طالب ګڼي چې باید یو وار خو په مدرسه کې سوری شوی وي. داسې مفعولینو ته زموږ ګرانه هیواد پلاس ورځي او دوی به یې فیصلې کوي.

  2. شیرمحمدعباس هم نیمچه ملا وو، د طالبانو د واکمني په وخت کې نوموړی د افغانستان د باندینیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د دې وزارت ملا امام وو. په ډېر تکبر سره به یې د ماسپښین د لمانځه امامت کاوو. په ضمن کې پر آی اس آی ډېر ګران وو، شپه ورځ به د پنجابیانو په خدمت کې وو.
    سرورستانیکزی

  3. طالب یو متعصب او تنګ نظري ډله ده … دوی د خوارجو ډله ده .. نور مسلمانان وژني او پدی جهالت اخته دي چی یوازی طالب اصلی مسلمان دی .. عباس ستانکزی او شاهین ته د قطر او طالبانو ټوله ډله نسی رسیدلی … تنګ نظره د پاکستان غلامه او د افغانانو او مسلمانو قاتله خوارج صفته طالبان ..

  4. لعنت دی پر دې دواړو وي. دوی تر ټولو چټل او مردار خلک وو. لعنت دی په هغه تحصیل هم وی چې دوی ګړی وهٔ. دوی دواړه د ای اس ای نږدې سپیان ول. او خبرې به یې همېشه د افغانستان د ملی اردو او ملی بنستونو د له منځه وړلو په هکله وي. ښه به وي چې بیخي یې له قطره وشړي. دا نور خو هم ټول د ای اس ای جیره خواره او ګوډاګیان دي. زه فکر کوم چې دا تصمیم ددوی په تحصیل پوری اړه نه لری. کنه دوی به ماشینی داکتر ملا وردک خپل ویان نه مقرروه. شاید د پیسو او امتیازاتو په سر برخلاف شوی وي. او یا به کومه بله قصه روانه وی. په هر حال خدای دې له خیره سره دا ټول پاکستانی دلالان ورک او نابود کړي.

  5. له پښتو او پختو څخه مې بد راځي ! بیلارې کوټکي دي غیر له پرو پاګندي یې بل څه یې ندي زده ! په هر صورت طالب به د ښځو حقوق ، علم تحصیل ، ماستري ، دوکتورا مني او هم به د بیان ازادي وي ! زمونږ اولس طالب دی او هغه ډیر ډير ورسته پاتې دي ! خو زمونږ ټول پختو ، پشتو او تاجکبازان ټول غله را وختل !!

  6. سړی ددی رسنیو د کږو وږو څرګندوونو په څرنګوالی اصلاً نه پوهیږی.
    همدا څو ورځی مخکی د رسنیو څخه واوریدل سوه چی ملا برادر دی که ملا برابر دی د کوټی د شورا لخوا خلعِ صلاحیت سو او پر ځای ئی بل شین نسی ( ملا عبدالحکیم) وګومارل سو خو نن بیا اورو چی ملا بردار ( برادر ) ستانکزی او خښتګ زی له دندو ګوښه کړی دی.
    عجیبه پیچلی لوبه ده.

  7. دا د پنجاب لوبه ده کله یو او کله بل مخ او شاته کوی ای اس ای خپله ستراتیژی مخ ته وړی۰دا هم کولای شی چه دغه جګړه په بل نوم شروع کړی۰او زمونږ وطن را برباد کی۰
    طالیب کرایی یا اجیر دی مشری یی د پنجاب لاس کی ده۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب