Homeسپورتد افغانستان شپږيزه کرېکټ ليګ نن پيلېږي

د افغانستان شپږيزه کرېکټ ليګ نن پيلېږي

تاند (یک شنبه، د سنبلې ۱۶) ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د افغانستان کورنی شپږيزه کرېکټ ليګ پيل شي.

د دغه لیګ پيل لوبه به د بندامير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ له غرمې وروسته ترسره شي.

د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو پرانیسته تېره شپه وشو، چې په کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح هم ګډون کړی وو.

په لیګ کې شپږ لوبډلې، بندامير ښاماران، مس عينک اتلان، سپين غر زمريان، بست ساتونکي، امو نهنګان او کابل بازان لوبیږي.

د شپږيزې کرېکټ ليګ اووم پړاو نن د سپټمبر په ۶مه پيلېږي او د ۱۱ ورځو لپاره د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې دوام کوي.

دغه ليګ کې سږ کال د افغان کرېکټ درې مخکښ لوبغاړي راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن په نورو نړيوالو ليګونو کې د بوختیاوو له کبله نه لوبېږي.

دغه راز درې نور نجيب‌الله ځدراڼ، ظاهرخان او نوين‌الحق بيا وروستيو لوبو ته را رسېږي.

یاد شپږ افغان لوبغاړي اوس مهال د ويسټ انډيز په غوره ليګ کې په لوبو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...