پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeټولنیزد شتون شوپنهاوري تراژیډي| رفیق خاورین

د شتون شوپنهاوري تراژیډي| رفیق خاورین

شوپنهاور په بدبینۍ کې نوم لري، دا تندخویه فیلسوف وایي: “له دې نه خو چې اصلاً نه وای، ښه به و.”*
خو ولې؟

شوپنهاور ژوند د یو چا یا شي د نشتون او شتون په صورت کې د زړه مړیدلو د احساساتو تر منځ ټال باله.

هغه څه چې لرو، یو وخت مو یې د لرلو آرمان او دعا کوله، خو اوس چې زیات وخت کیږي راسره دی/ دي ترې ستړي او زړه توري شوي یو.

له ماشومتوبه همداسې یو، مکتب ته مو په زور لیږي، له مکتبه ستړي یو، ځینې چې بیا د مکتب ته د تللو استطاعت او وس نلري بیا په ژوند کې د هغه خلاء او تشه حس کوي.

وظیفه او دنده یو وخت خوند له لاسه ورکوي او بیا مو تقاعد ته سترګې وي له تقاعد وروسته یونواخته بیکاري بیا د ستړیا او خستګۍ احساس را کې رازرغوني. همدې د ځینو محرومیتونو او نشتوالي د احساس او د زړه موړتوب او ستړیا احساسات په نوساناتو کې انسان د مرګ تر لحظې سرګردانه وي او د سکون او آرام مرجع نشي موندلی.

شوپنهاور ځکه وایي:

“که ژوند یو درس وي، نو ما ددې درس له زده کولو دا ډیره غوره بلله چې په مطلقه نیستي کې پاتې شم تر څو هیڅ ډول دا ډول درس او پند ته ضرورت ونلرم”

دا خبره یې د لومړۍ خبرې دوهمه بڼه یا په اصطلاح بل ورژن ده.

شوپنهاور له بله پلوه د ژوند دوه مخي ته پام شوی و او له همدې امله یې له ژونده توره تیښته وه.

ویل یې چې د پیزا په ترکیب کې د خوګ یا د غوا غوښه زمونږ لپاره د لذت او کیف سرچینه ده، خو لاندې ځیر شه او وګوره چې یو حیوان بندي ساتل کیږي، بیا حلالیږي، تیکه تیکه کیږي او بیا پیزا ترې تیاروي.

نو همدا ده چې ده ویل داسې خوګ او غوا ته هم له ژوند نه دا ډیره بهتره وه چې هیڅ اصلاً موجود نه وای.

دا وضعیت یوازې په حیواناتو نه ده حاکم، بلکې په انساني نړۍ کې یې حالت له بدتر او شدیدتر دی.

څوک ځواب راکوي چې د جنګ جهاني کې میلیونونه انسانان ولې ژوندي وسوځیدل او ووژل شول.

هیټلر یې مثال در واخلی، د هیټلر اشتها نړۍ باندي د جرمني نسل حاکمول او د ځینو دده په اصطلاح د کچه نسلونو له منځه وړل و، هیټلر د همدې اشتها په تقاضا یوه لویه د انساني غوښو او هډوکو او وینو نه یوه پیزا جوړه کړه. که څه هم دده په خپل نظر ده غوښتل چې جهان دې په یوه بهترین ځای بدل شي خو بیا هم لاندې خیر شه او هغه میلیونونه انسانان وګوره چې د وینو د تویدلو صحنه یې نن د دوهمې نړیوالې جګړې په نوم یادیږي. دده په یوه ناره به میلیونه هم له سره تیریدل او هم به یې نور له سرونو محرومول.

تقریباً سل کاله وشول، آیا معلومه شوه چې هغه میلیونونه کسان د څه شي قرباني شول.

نو که هغه میلیونونه انسانان اوس د یوې دقیقې لپاره راجیګ شي او شوپنهاور یې مخې ته لکه امام ودریږي نو آیا ټول به د شوپنهاور خبره تکرار نکړي؟

“له دې نه خو اصلاً چې پیدا نه وي ښه به وو”

2 COMMENTS

  1. شاید شوپنهاور او هغه غوندی کسان لدی حقیقت څخه منکر وه او منکر دی چی انسان پخپل اختیار د خلقت کړۍ ته نه دی ور داخل سوی حتی د خپل نوم ( مثلاً شوپنهاور ) د انتخاب اختیار ئی هم نه دی درلودلی.
    شوپنهاور د خپل خلقت د اختیار د مقولې د انکار د ثبوت پخاطر غوښته د مسئلی د بل اړخ ( د مرګ اختیار ) ثبوت د خلقت د نه اختیار د مقولی سره وپییی نو ځکه ئی ددی ادعا د ثبوت پخاطر ځان وژنه وکړه.

  2. بلکل ښه لیکنه مو کړې ، ژوند هم همداسې ده ، شوپنهاور ډېرو ښو نقطو ته اشاره کړې ، بهترین او کامیاب انسان هغه څوک ده چې خپل دا د یو څو ورځو ژوند د خدای ج په طاعت او عبادت کې تېر کړي ، له نورو سره متقابل احترام…او ښه اخلاق وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب