چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهصالح: د پروان سېلاب ځپلو ته د جنوبي ولایتونو د مرستې لومړۍ...

صالح: د پروان سېلاب ځپلو ته د جنوبي ولایتونو د مرستې لومړۍ جوپه را رسېدلې

تاند( یک شنبه، د سنبلې ۱۶) د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال تېر ماښام د شپږیزه لیګ په پرانیسته کې د خپلې وینا پرمهال وویل، چې د پروان سېلاب ځپلو ته د مرستې لومړۍ جوپه له جنوبي ولایتونو څخه را رسېدلې ده او ژر به پر دوی ووېشل شي.

صالح زیاته کړه ، چې په ټول توان حکومت هڅه کوي څو د یاد ولایت له سېلاب ځپلو سره مرستې ترسره او دوی ستونزې هوارې کړي.

هغه دغه راز په خپلو خبرو کې زیاته کړه:« کورونا، طالب، پنجاب، تروریزم او نورې ټولې توطیې موږ نشي ماتولای، د دښمن موخه د جګړې راوستل او زموږ بدبختي ده، خو په دغو پرتمینو مراسمو کې زموږ ګډون دغه پیغام رسوي چې موږ خلکو ته خوښي او کرکټ راولو».

امرالله صالح ډاډ ورکړ، چې دوی به د ملي یووالي لپاره لا نورې هڅې کوي او هېڅوک به یې په دې برخه کې مخنیوی ونشي کړای.

نوموړي داسې مهال د پروان له سېلاب ځپلو سره د مرستې خبره وکړه، چې ولسمشر غني تېره اونۍ پروان ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له خلکو سره د هر راز مرستې ژمنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب