چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد افغان چارواکو خپلمنځي اختلافات به د طالبانو دريځ پیاوړی کړي

د افغان چارواکو خپلمنځي اختلافات به د طالبانو دريځ پیاوړی کړي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۱۶) د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علي احمد جلالي په تازه څرګندونو کې د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ وروستي اختلافات د اندېښنې وړ بللي دي.

هغه ویلی، چې د حکومتي مشرانو ترمنځ روان اختلافات به د مذاکراتو پرمېز د طالبانو دريځ پیاوړی کړي.

جلالي زیاته کړې، چې د ملي روغې جوړې دعالي شورا او یا بلې هرې مسئلې پرسر اختلافات ښایي د دې لامل شي چې د مذاکراتو پرمېز د طالبانو دریځ پیاوړی او د حکومت دريځ کمزوری کړي.

علي احمد جلالي ویلي، چې حکومت باید د خبرو اترو لپاره یو با صلاحیته پلاوی وټاکي، چې هغه به د سولې هر ډول خبرې پرمخ وړي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې حکومتي مشران دې په خپلمنځي اختلافونو د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې تر دې دمه د افغان او طالب پلاوي ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پيل نېټه نه ده معلومه او نه هم افغان پلاوی  دوحې ته تللی دی.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d8%af-%d9%81%d8%aa%d8%b1-%d9%88%db%8c%d9%86%d8%af%d9%88%db%8c-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d9%85%d8%b1%da%a9%da%86%d9%8a-%d9%be%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب