چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپمپيو: امریکایي پوځيانو په افغان خاوره کې جنایت نه د آزادۍ جګړه...

پمپيو: امریکایي پوځيانو په افغان خاوره کې جنایت نه د آزادۍ جګړه کړې

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۱۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پمپيو وایي، چې  امریکایي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنایت نه دی کړی، بلکې د ازادۍ جګړه یې پرمخ وړې ده.

مایک پمپيو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له غړو سره ځکه مرسته نه شي کولی، چې دوی د امریکایي سرتېرو په اړه غیر قانوني پلټنې کوي.

د پمپيو په خبره امریکایي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنایت نه دی ترسره کړی، بلکې په دغه هېواد کې یې د ازادۍ لپاره د ترهګرو پر وړاندې جګړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې امریکایي او نور بهرني سرتېري په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن کړي دي.

یادې محکمې په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب