یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريد سولې دې خدای مل شي| جنرال دولت وزیري

د سولې دې خدای مل شي| جنرال دولت وزیري

وايي د يوه کس ورور مړ شوی و.

ده به ویل: بابۍ په ما جوړه، کمیس په ما جوړ، په لستوڼو کې پټه، پرتوګ، خولۍ او څپلۍ هم په ما جوړي!

زه خو شکر يم!!!

«ورور دی خدای وبخښي!!»

ده شکر وایست چې پر ده کوم مصیبت نه دی راغلی. د ورور د درد او عذاب غم ورسره نه و.

اوس رشوت، فساد، غصب، وژل، غلا، څلور ښځې، دوبۍ کې کور، استانبول کې کور، هند اروپا، امريکا، او استرلیا کې اوسیدل، بلډنګونه، مارکېټ، مېلې- چړچې، لنډکروزر، باډیګاردان، کباب او د ريا لمونځ، د ريا له پاره شپاړس حجونه، دوه دیرش عمرې او بهر ته سفرونه!!!

دا هرڅه ځینو کسانو ته عادي خبره ده، خو د ښار په ځینو نورو څنډو کې بېوزلي انسانان له لوږې مري، په جګړو کې یې بچي وژل کېږي او یا هم معلول شوي دي.

ټول په دوی جوړ!!!

جګړه شکر ښه ده!!

«سوله دې خدای وبخښي!!!»

سوله هم په تجارت بدله شوې ده، حکومت هم د هغو کسانو په مرسته سوله راولي چې په هېواد کې د جګړې عاملان بلل کېږي.

د سولې د راوستلو په تشکیلاتو کې د جګړې قربانیان هېر دي، هغه کسان په کې نه شته چې هره ورځ د جنګ عذاب ګالي، هغه کسان څنډې ته شوي، چې د جګړو له کبله معلول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب