یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسرائیلي حکومت: نن یې له اماراتو سره لومړنی هوایي الوتنه ترسره کیږي

اسرائیلي حکومت: نن یې له اماراتو سره لومړنی هوایي الوتنه ترسره کیږي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۰)  د اسراییلو د حکومت مسولانو ویلي، چې لومړنۍ الوتکه به یې نن له پلازمینې د اماراتو پر لور حرکت کوي.

راپورنه وایي، چې  دغه الوتکه به د سعودي عربستان له اسمان څخه تېرېږي.

د معلوماتو له مخې دا به لومړی ځل وي، چې د اسراییلو یوه الوتکه د عربستان په اسمان کې تېرېږي او اماراتو ته ځي.

اسراییلي حکومت وایي، چې پر الوتکه د سلام او سولې کلیمې لیکل شوې دي.

د اسراییلو چارواکو زیاته کړې، چې دوی د اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو او تګ راتګ لړۍ وغځېږي.

بل لورته امریکا وایي هیله لري، چې د نورو عربي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ هم دغه ډول هوکړې رامنځته شي.

د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو ترمنځ شوې هوکړې د ګڼو هېوادونو غبرګونونه هم راپارولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب