یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: د کمال خان بند د جویدو به په راتلونکو دوو میاشتو...

غني: د کمال خان بند د جویدو به په راتلونکو دوو میاشتو کې شاهدان اوسو

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۰) ولسمشرغني وایي، د کمال خان بند د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي چې په دې سره به د شپږ میلیارد متر مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

ولسمشرغني تېره ورځ د عاشورا ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د کمال خان بند د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي او له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته به د افغانستان د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه “دوه میاشتې وروسته به انشاءالله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسئ په دې بند کې په شپږ میلیارد متره مکعب اوبه راټولې شي.”

هغه دغه راز زیاته کړه، د دې بند له اوبو به د کندهار او هرات ترمنځ د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې ګټه واخیستل شي.

د کمال خان بند د اوبو د کنټرول تر ټولو مهمه پروژه بلل کېږي چې د جوړېدو چارې یې په ۱۳۴۵ کال کې پیل شوې وې خو پای ته ونه رسېدې.

د یادونې ده چې، د یاد بند د جوړېدو اصلي چارې په درېیو مرحلو کې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې او د درېیم فاز د بنسټ ډبره یې په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشرغني له لورې کېښودل شوه.

1 COMMENT

  1. ښه خبر دی خدای پخیر تمام کړی،
    په افغان دولت غږ کوو چی د کونړ پر سیند یو لوی بند جوړ کړی هم برښنا زیاته جوړوی او هم زمکې خړوبولای شی، بل چی اشرف غنی په ډمبیری ډاګ کی هوایی ډګر منظور کړی باید هر څه زر یاده پروژه لغوه اعلان کړی ځکه ګمبیری ډاګ د داود خان پر وخت د بند لپاره ډیزاین شوی او باید پری جوړ شی، د بند پر ځای هوایی میدان جوړول ملی خیانت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب