یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

ملګري ملتونه: افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۰) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش  وایي، چې د تېرو میاشتو په پرتله په افغانستان کې جګړې او نښتې ډېرې شوې دي.

ګوترېش دا خبره د افغانستان په اړه په خپل یوه تازه دوره يي راپور کې کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د مارچ له ۱۴مې د جولای تر ۱۲مې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۳۷۰۶ امنیتي پېښې ثبت کړې دي.

د هغه په خبره سره له دې، چې دغه شمېره د تېرو میاشتو په پرتله لوړه ده، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.

ملګري ملتونه دغه راز وایي، چې په دې پېښو کې مخامخ نښتې، ځانمرګي بریدونه او نور موارد شامل دي.

سرچینه وایي، چې په راپورکې د یو لړ نورو مسایلو په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي.

بل لورته په راپور کې د سولې په اړه هم ځينې څرګندونې شوي، چې په کې ګوتریش ویلي، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې یې هڅې د قدر وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب