یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: طالبانو په هلمند کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی

نیویارک ټایمز: طالبانو په هلمند کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۰) د نیویارک ټایمز په وینا، طالبانو په جولای میاشت کې په هلمند کې په امریکايي ځواکونو راکټي بریدونه پیل کړل.

تردې دمه د دوحې د سولې تړونونو له لاسلیک کیدو راهیسې په امریکایي ځواکونو د طالبانو د بریدونو هیڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.

نیویارک ټایمز د متحده ایالاتو د دریو چارواکو په حواله ویلي چې طالبانو د جولای میاشتې په وروستیو کې په هلمند کې د بسشن پوځي اډه او د متحده ایالاتو ګډه هوایي اډه باندې څو راکټونه توغولي دي.

د تلفاتو راپور تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا د دوحه د سولې له تړونونو راهیسې پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو د برید لومړی راپور دی.

تیرکال دغه ډلې د متحده ایالاتو سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه د څو میاشتو په اوږدو کې له افغانستان څخه وځي، چې په دې موده کې به طالب جنګیالي پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي، او بهرني ځواکونو هم ورته ژمنې کړې وې.

بهرنیو ځواکونو د دوحه له موافقې راهیسې په ځلونو د طالبانو ځایونه په نښه کړي دي.

بهرنیو ځواکونو ویلي چې د بریدونو هدف د افغان حکومتي ځواکونو ملاتړ کول او د طالبانو برید شنډول و.

له بلې خوا طالبان وایي چې، متحده ایالات د دوحه د سولې له تړونونو څخه سرغړونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب