یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسویلي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي

سویلي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: پاکستان وايي په سویلي وزیرستان کې یې پر پوځیانو برید شوی، چې له امله یې ۷ عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو د مسؤلینو په حواله خبر ورکړی، چې د سویلي وزیرستان اړوند خیبر پښتونخوا سیمه کې یې د ګزمې پر مهال پر عسکرو برید شوی چې له امله یې درې عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

پاکستاني ویبېاڼې دي ایکسپرېس ټریبیون په خپل راپور کې ویلي، دغو عسکرو د القاعده او طالبانو په پاتیشونو پسې چاڼیز عملیات کول چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ویلي وو چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به امنیتي اقدامات نور هم زیات کړي.

نوموړي دغه څرګندونې شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال کړې دي.

تر دې دمه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. پاکستانی مجاهدینو ته د لا زیاتو بریاوو هیله کوم الله دی وکړی چی د پنجاب مرتد پوځ بیخ او بنیاد وباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب