جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ایران د ګمرګاتو مسؤلان وايي افغانستان سره یې پر پوله سوداګریز...

د ایران د ګمرګاتو مسؤلان وايي افغانستان سره یې پر پوله سوداګریز فعالیتونه زیات کړي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: ایران وايي له افغانستان سره یې پر پوله او سوداګریزو بندرونو کې فعالیتونه زیات کړي دي.

د ایران د ګمرکاتو چارواکي وایي په دې وروستیو کې د ازبکستان، ایران او افغانستان د ګډ دهلېز په فعالیدو سره د افغانستان او ایران تر منځ په بندري سیمو کې سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي.

د چارواکو په وینا ایراني لوری هڅه کوي چې دغه فعالیتونه نور هم پراخ کړي.

د ایراني چارواکو په وینا دوی له افغانستان سره خپل بندرونه لا فعالوي او هڅه کوي د سیمې نور هېوادونه هم په دغه دهلېز کې راګډ کړي.

د دوی په خبره د ایران او هند تر منځ سودا ګري، بیا ایران د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیت پراخوي.

باید وویل شي چې په دې ورستیو کې ایران د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی، چې چارواکي یې د افغانستان او سیمې لپاره ګټور اقدام بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...