شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنن په کابل کې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ ګډه...

نن په کابل کې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ ګډه ناسته تر سره کېږي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: نن د افغانستان او پاکستان تر منځ په کابل کې پر کاري پلان دویمه کلنۍ غونډه تر سره کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې غونډې لپاره په کابل کې بشپړ تیاری نیول شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغې غونډه کې به ددواړو هېوادونو ترمنځ د سولې، امنیت، دوه اړخیزو اړیکو او ځیني نورو مواردو په هکله خبرې وشي.

سرچینه کاږي چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او دواړه لوري به پر عمل پلان بحثونه وکړي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی وو چې په دغه دوه اړخیزه دویمه کلنۍ غونډه کې به د اړیکو پر لا پراختیا او سوداګریزو مسایلو خبرې کېږي.

دغه غونډه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو او ثبات لپاره رامنځته شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب