تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) وروسته له دې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې په عالي شورا کې غړیتوب رد کړ او هغه یې دولتي وبلله، د ولسمشر غني د یوه سلاکار له غبرګون سره مخامخ شو.
د ولسمشر غني سلاکار عارف صمیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«حکومت هر کال ۴ سوه ملیون افغانۍ پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورکوي، د حکومت په تر ټولو خوندي کور کې اوسي، حکومت د هغه د سفرونو، دفتر او مامورینو لګښتونه هم ورکوي او امنیت یې لکه د ولسمشر غني په څېر دی.»
ښاغلي صمیم دغه راز ویلي «ایا اوس د دې وخت نه دی چې (کرزی) له دې امتیازونو هم تېر شي!»
یوه ورځ وروسته له دې چې ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې د مصالحې د عالي شورا د غړیو لیست خپور کړ، حامد کرزي نن وویل چې سولې ته کار کوي خو په هیڅ حکومتي حوړښت کې برخه نه اخلي.
د حامد کرزی نوم د ولسمشر غني له لوري د لاسلیک شوي نوملړ په سر کې راغلی دی.
حامد کرزي او پلویانو یې د عارف صمیم پر ټویټري پیغام غبرګون نه دی ښودلی.
د ارګ له لوري په خپور شوي لیست کې د مصالحې د عالي شورا غړي په څو برخو وېشل شوي چې یو شمېر دولتي او د کرزي په شمول یو شمېر نور غیردولتي بلل شوي دي.
طالبانو په ځلونو ویلي چې له حکومت سره خبرې نه کوي خو له هغه پلاوي سره ږغېږي چې د حکومت غړي هم پکې شامل وي.
ښاغلي کرزي نه یوازې د سولې لپاره د حکومت له لوري د مصالحې په عالي شورا کې له خپل غړیتوب سره مخالفت کړی بلکې دا شورا یې په غیر مستقیم ډول دولتي بللې ده.
څلورسوه میلیونه ؟دا خو ډیری پیسی دی ،په داسی ملک کی چه د غریبی کچه ۹۰% ده،
په دا څلورسوه میلیونه خو په خپله کرزی هم نه ارزی،
امریکایی پاسپورت لری،اوس چه امریکا ته ولاړ شی،امریکا خامخا سوسیال ورکوی،
په دا څلورسوه میلیونه به د اوبو بندونه او یا مکتبونه جوړ کړو،
کرزی په رښتیا چه د افغانانو په اوږه بار دی، بار دوش جامعه
حامد کرزی یو منافق او بی حیثیته انسان
دی افغانستان چی وران شو دی همدی مرتد له لاس ده ټول غله زناکاره او لچکان دی ده له برکته پیدا شول دا مرتد باید زر تر زره له ارګ څخه وشړی
به همه هموطنان شریف افغانستان معلوم وهویدا است که تاوقتیکه کرزی خبیث و سیاف جاسوس وغیره یک نفر ازاشرار کثیف بیناموس دزد ووطن فروش در افغانستان عزیز باشد ممکن نیست که در
وطن ما یک صلح صفا برادری و برابری بوجود بیاید وسلام
اوسني دولتي چارواکي اکثريت يې ډېر کثيف او نجس اشخاص دي، چي دا خلګ په واک کي وي په زر کاله به دا وطن جوړ نه سي۰
هر چا چي دا پیسې و کرزي ته حواله کړي وي هغه باید د ملي خيانت په جرم محکمه او اعدام سي، په دغه پيسو هرکال په سلو ولسواليو کي صحي کلينيکونه او ښوونځۍ رغېدلې، تاسي کولای سولای چي ډېر نور ګټور کارونه د غريبو خلګو له پاره سرته په رسولي وای، ولي افسوس چي تاسي ټول غله ياست او ټول مزدور او نوکر خلګ ياست او د بيت المال پيسې په دله ګي وهی، ملا مو ماته سه، تاسي هم د علميت، پوهي او عدالت نارې وهی۰
د کرزي د وخت د المپیک رئیس کرام الدین کرام چې د پنجشیر والی هم وو تر ټولو لوی زنا کار او د اسلامي جمعیت لوی مجاهد قوماندان،
ملا فضل احمد معنوی چې د انتخاباتو د کمیسیون مشر وو او تر اوسه یې ددې کمیسیون موټر او امتیازاتو نه برخمن او په خپل زور غصب کړیدي .
د مځکو غصب ، د زورواکانو حمایت ، غلو او داړه مارانو ته امتیازات اورشوت ورکول ، د پښتنو قتل عام په هر ولایت کې ، دا ټول د کرزي بابا برکت دی .
د مصالحی شورا کښی هو غیر دولتی غړی هم موجود دی
دا دولت د افغانانو نماینده دی۰طالیبان د پا کستان په دستور د حکومت مخالف دی
چه د خکومت سره خبری نه کوی۰
دا هیڅ عقل نه قبلوی چه سولی ته کار کوم او د سولی د شورا غړیتوب نه منم۰
کرزی فکر کوی چه دا دبن اول کنفرانس وخت دی دا خوبونه اوبو ته ووایه۰
کرزی د خلیل زاد سره یو تناب لری د طالیب سره بل۰
مګر پدی باید وپوهیږی چه افغانان کرزی نه غواړی مننه
چه نه لری وحدت دقام سمون نشی کیدای.ېواځی ځان ځان کی خو ژ
وندون نشی کیدای.په سپینه رڼا ورځي قام تالا کړوځني خلکو.څوک وايي دورځي چه شبخون نشی کیدای.
د کرزی صاحب خو دا ارمان وو چی بیا به اشرف غنی لیری او دی به دی موقتی اداری مشری په لاس کښی واخلی بیا به هماغه ټلواله وی دی به وی ځمکی، کانونه، چوکی به ویشل کیږی ار ګ به وی بنډار به وی. کرزی صاحب دریاست جمهوری وړتیا نلری ځکه هغه د یوه ملک او یا هم خان چلونه د اوولس په امانت څوکی کوی. اوس نو سوال دلته دی چی آیا اوس چی اوولس سولی ته ضرورت لری او محترم ځان شاته کوی علت یی دادی چی برادر اوس چندان دده تر قوماندی لاندی ندی او یا هم اولس ته بربنډه سوه چی برادر بندی نه وو بلکه د پنجاب د فوځ په کرایی کورونو کښی مست ژوند کوو. په دی څلورسوه میلونه افغانی د کال یو بند د اوبو جوړیږی چی د پاکستان او ایران له پاره له اټومی وسلی ډیر خطر ناک دی چی باید افغانستان دا کار وکړی. د کرزی په شاه تلل د سولی له پروسی داهم کیدای سی چی دا سوله نکیږی او د پردی ترشاه دی خبر دی. نن چی خوار پښتون داوړو غاړو ته مری دا دده له لاسه ځکه ده هغه خلک چاغ او سرمایه داره کړل کوم چی د اوولس په شارګ تل سپاره وو او د قدرت او پیسو لپاره یی هره بده لوبه سرته ورسوله. خلک وایی د کرزی په حکومت کښی د پیسو پریمانی وه، پریمانی خود وه هر کال تنها یو ایس ای آی ډی ۶۰۰۰ میلوینه ډالری په ملکی برخه کښی مصروفولی چی ۷۰ ٪ ددغو پیسو د غلو جیبونو ته لویدل. او دغه پیسی د اشرف غنی په وخت کښی حتی صفر ته را ښکته سوی. او زیاته اتکا په داخلی عوایدو سوه چی کرزی او ډلی یی بله طرحه جوړه کړه چی د ټلوالی په واسطه د کانونو چور او تالان دی.
دغه بې وجدانه هغه انسان دي چې ټول عمر یې د افغانانو وینې څښلي دي. نو د بې غیرته زویه ته ولې له دغه غریبه حکومته څلور سوه میلیونه پیسې اخلې کوم داسې کار دې کړي چې افغانان درباندې ویاړ وکړي لعنت دې ستا په مور او پلار وي چې ته بې وجدانه یې لوي کړي یې مرګ ستا په فامیل او پر تا کرزیه نه خرزیه خرزیه.
کله چې ښاغلی کرزی د افغانستان په دې ناوړه او سختو اقتصادي شرایطو کې د دې بېچاره ملت له بیت المال څخه د کال څلور سوه میلیونه افغانۍ د هېڅ لپاره ترلاسه کوي، دا نه بخښونکی خیانت او ستره جفا ده. ده په تېره کې دې بېچاره هېواد ته څه ورکړي دي؟ لنډغر یې وروزل، د ایران څخه یې کڅوړې ترلاسه کړې، پښتو ژبه یې ډېران ته ټېل وهله، د ایران فرهنګ او ژبه یې رواج کړله او په لسهاوو نور خیانتونه. مرګ دې وي پر ده
د عارف صمیم د خبری په تآیید :
په دی خو تر اوسه د افغانستان زوریدلی ملت او په جهان کی ډیر فقیر هیواد چه اتیا فیصده خلک په غربت کی ژوند تیروی ، خبر نه ؤ چه کرزی د کاله ۴۰۰ میلیونه افغانی د ددی فقیر هیواد دبیت المال نه تر لاسه کوی آخر په کوم دلیل ؟ د عارف صمیم دی کور ودان وی چه ددغه واقعیت نه یی د میډیا د لاری پرده پورته کړه .
دا ډیر وحشتناک خبر دی د یوه افغان د پاره ! ډیرډیر افسوس د افغانستان د بیت المال په حیف ومیل ، ډیر افسوس د دی غریب ملک د خزانی په چور ، او ډیر افسوس د هغو سیاسیونو په حال چه د قدرت په وخت کی د افغانستان د زوریدلی ملت د بیت المال د حیف ومیل نه حیا نه لری او ځاونو ته د خپل فرمایش مطابق لوړ امتیازات ټاکی . په افغانستان کی د فساد اصلی ریښه همدلته ده .
د افغانانو په حیث چه ددغه مملکت د ملی منافعو او په خاصه توګه د بیت المال د حفاظت په مورد کی مسؤلیت لرو ، غواړو ووایو چه دغه تریخ واقعیت چه پورته بربنډ کړل شوی په حقیقت کی یو نوع غیر قانونی معامله ده چه کرزی د خپلی ولسمشری په پای کی کړی او تر اوسه دوام لری ، تر څو د کاله ۴۰۰ میلیونه افغانی د افغانستان د بیت المال نه تر لاسه کوی هغه بیت المال چه اکثره برخه یی په بیرونی سوال او ګدا جوړه شوی .
عجیبه ده ، ایا د افغانانو وجدان او ضمیر مړ دی ، ایا دا د افغانستان د خزانی نه رسوا غلا یا چور نه دی چه په اصطلاح د کرزی د پاره ورته لاره جوړه شوی ، غلا د قانون د مخی ؟ په کوم دلیل ؟ هر څوک چه ددی ملک هره وظیفه ولری په کال کی ۴۰۰ میلیونه افغانی د افغانستان د بیت المال نه څنګه اخیستلای شی ؟
تر ټولو غټ فساد همدا دی چه یو تعداد اشخاص په دولت کی او یا بیرون ددولت نه ، یا رجال برجسته او یا ډلی د افغانستان د خزانی نه دغسی فرمایشی ، او په خلاص لاس پیسی او مادی امتیازات تر لاسه کوی ، موږ په ولسمشر او عدلیه باندی غږ کوو چه دغه چور بند کړی ، او همدارنګه دا غوښتنه کوو چه ددولت د ټولو غټو چارواکو ، دولسمشر نه نیولی ، وزیران ، وکیلان ، والیان ، جنرالان ، مشاورین ، خاص استاذی ، سفیران …..اوسنی امتیاذات ملت ته وښودل شی ، دومره افراط او تفریط په امتیاذاتو او معاشاتو کی خو د افغانستان د خزانی نه د چور په معنی او د ددی ملک د خرابولو په معنی دی .
هرڅوک چه ددی ملک اوسیدونکی ځان بولی ، که چارواکی وی او که ددولت نه بیرون ، باید عدالت او تعادل ومنی هغه هم د امتیاذاتو او معاشاتو په برخه کی ، عدم تعادل ، افرط او تفریط بیا د فساد طوفان دی ، تاسی وګوری معلم په ۸۰۰۰ افغانی لګیا دی ددی وطن بچی روزی ، او کرزی د کاله ۴۰۰ میلیونه افغانی امتیاز اخلی دغه ترازو ما ته ووایی ددنیا په کوم کنج کی څوک منی ؟
ددغه ، وحشتناک او خاموش چور او فساد په هکله ملت شاید بی تفاوته پاتی نشی ، ځکه مخکی ملت د میډیا په سطح نه ؤ خبر نو بهتره ده چه داوسنی دولت رهبری ددغسی چوراو فساد په هر عنوان چه وی سیستماتیکه مخه ونیسی .
که چیری د عارف صمیم معلومات درست وی چه کرزی د کاله ۴۰۰ میلیونه افغانی د افغانستان د بودجی نه امتیاز اخلی ، په داسی حال کی چه څوکاله کیژی چه هیڅ رسمی ماموریت او مسؤلیت هم نه لری نو به افغانان دی نتیجی ته ورسیژی چه کرزی باید په افغانستان کی د فساد ، غصب او ملی خیانت د تور لست په سر کی راوستل شی . یا په بل عبارت کرزی د یوه پخوانی ولسمشر په توګه د فساد ، غصب او ملی خیانت په سلسله کی تر ټولو لوړه نمره ګټلی ده . افغانانو ته دا یو ډیر بد او حیرانونکی خبر دی !