جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريد یو چا په هکله بېځايه قضاوت ستره ګناه ده| جنرال دولت...

د یو چا په هکله بېځايه قضاوت ستره ګناه ده| جنرال دولت وزیري

کله ناکله له ځینو کسانو اورو، چې بې دلیله یې له ځینو کسانو بد راځي، نه به یې لیدلی وي، نه به یې په مجبوریتونو خبر وي او نه به یې د هغه په خوی او عادتونو ځواب خبر کړی وي.

د لرغوني يونان يو زړور، عادل او هوښیار جنرال (ارستيدس- Aristides) چې تر میلاد ۵۴۰ کاله مخکې زېږېدلی و، د خپل هیواد له پاره په ډېر وياړ او مېړانه په (مرتان) کې د پارسیانو پر ضد کلکې جګړې کړې وې او د دې تر څنګ یو زړور سیاستپوه او د چارو په سر ته رسولو کې بېساری کس و.

د کارونو په اجرا کې به ډېر صادق او کارونه به يې په ډېر صراحت او متانت ترسره  کول.

د لرغوني يونان په اتن ښار کې داسې دود و چې څوک به ډېر مشهور شو، هغه کس به يې د لسو کلونو له پاره له ښاره شړلو.

یو مهال د اتن اوسيدونکو د خپل دود له مخې د دې په ګناه چې (ارستيدس) ډېر مشهور شوی دی، پریکړه وکړه چې نوموړی له ښاره د لسو کلونو له پاره وشړي.

د دې کار له پاره د شپږ سوو کسانو تائیدي لاسلیکونو ته اړتيا وه.

د لاسلیکونو د ټولولو په ورځ (ارستیدس) د رایو په  سیمه کې ګرځیده، یو نالوستي اتني چې دی يې نه پیژانده ده ته راغی او ورته يې وويل:

«هیله کوم خپل نوم له اتن څخه د ارستیدس د شړلو په موخه دلته ولیکئ.»

ارستیدس له دغه نالوستي اتني څخه پوښتنه وکړه:

«تاسو هغه [ارستیدس] پېژنئ او هغه څه ګناه او خطا کړې ده چې د شړلو له پاره يې نومونه او لاسليکونه ټولوئ؟»

اتني په ځواب کې ورته وويل:

«نه مې هغه ليدلی او نه هغه پېژنم، خو یوازې له دې ستړی يم چې ټول خلک ولې هغه عادل، جنګیالی او صادق بولي. له دې خاطره غواړم چی هغه له دې ښاره وشړل شي.»

د لرغوني یونان دا عجیب و غریب داستان تر یوه حده د افغانستان له وضعیت سره اړخ لګوي.

زموږ په ګران هيواد افغانستان کې هم له بده مرغه داسې دود دی چې په ځينو کسانو د يو چا نوم بې له کوم علته بد لګیږي، هغه به قطعاً نه پيژني او نه به يې په يوه جومات کې ورسره لمونځ کړی وي، خو وايي به هغه بد سړی دی، مفسد دی او دوه سوه نور نومونه به ور ته کتار کړي، چې دا کار د افغاني دود، د انساني او مدني ژوند او زموږ د سپيڅلي باور اسلام له مخې هم نا جایز عمل دی.

یوه ورځ په یوه مجلس کې ناست وم یو کس دې مجلس ته راغی او بې له مقدمې يې د يوه بل کس په هکله چې په دې مجلس کی موجود و بد ویل پیل کړل.

ما ترې پوښتنه وکړه چی ايا هغه کس تاسو پېژنئ؟

ده وویل:

«نه يې پيژنم او نه مې ليدلی دی، خو چټې می بد راځي.»

ما د هغه کس په هکله ورته وویل، چې هغه کس که وګورئ بیا به ټول ژوند ور سره ملګری وئ، هغه ډېر ښه سړی دی.

هغه کس هم ورته وویل چې زه هغه پيژنم هغه ډير ښه سړی دی.

ده وویل:

«يو ځلې خو يې ما سره اشنا کړئ، چې زه يې له نږدې وګورم.»

موږ ورته وویل چې هغه کس دغه ښاغلی دی.

دی (چې کیسه یې پیل کړې وه) ډير خجالت شو، بخښنه يې وغوښته او له هغه کس سره اوس ښه ملګری دی.

فکر کوم د يوه کس په هکله چې بشپړ معلومات موجود نه وي قضاوت کول غیر اسلامي، غير انساني او غیر افغاني عمل دی.

په ادم کې د حيوان خویونه هم شته

بیا یې هله ادم بوله چې ادم شي

چې اغوستي يې لباس وي د پاکانو

د ناپاکو چارې کاندي خر به ګرم شي

که په ځان باندې قدم کيږدې رحمانه

نهه فلکه به دې لاندې تر قدم شي

رحمان بابا

مانادار لکه درياب غلی روان وي

بې مانا لکه د چړ په شانې شور کا

اواز نه خېژي له ډک منګي نه کله

تش منګی وي چې اواز په زوره زور کا

صدیق الله رښتین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب