جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلي: طالبان څو کاله وړاندې هلمند کې خبرو ته حاضر شول، خو...

خلیلي: طالبان څو کاله وړاندې هلمند کې خبرو ته حاضر شول، خو ولسمشر غني ځان غلی ونیوه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) د سولې د پخوانۍ عالي شورا مشر، محمد کریم خلیلي وايي کله چې د سولې د عالي شورا مشر و، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته یې لیک استولی او د لیک ځواب یې هم تر لاسه کړی و.

د ښاغلي خلیلي په وینا د طالبانو لومړنی پلاوی په هلمند کې له دوی سره مخامخ خبرو ته حاضر شو او دوی هم دا خبر ولسمشر غني ته ورساوه.

خلیلي، چې نن یکشنبه یې په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې، وویل ولسمشر غني هغه مهال د دې کار هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې دې کار لپاره هیڅ چمتووالی نه لري.

خلیلي دا هم وویل چې دوی د خپل کار په موده کې درې ځلې په بلګراد کې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمیدو په اړه کتلي او ولسمشر غني هم په انلاین ډول له دوی سره خبرې وکړي، خو د خلیلي په وینا ولسمشر غني له یادو فرصتونو ګټه وانخیسته.

خلیلي همدا شان وویل چې د سولې له رامنځته شوي فرصته باید د جګړې د ختمیدو لپاره ګټه واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون د مصالحې عالي شورا غړي اعلان کړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې د شورا په لیست کې یې نوم شته، ویلي چې په هیڅ دولتي چوکاټ کې برخه نه اخلي خو د سولې  د هر ډول خبرو ملاتړ کوي.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی خلیلی صاحب که ستا خبری حقیقت ولری نو بیا دسولی دنه کولو پړه او مسولیت راسآ ښاغلی اشرف غنی ته متوجع دی. او هم د دغی څو کالو افغان وژنی او نورو سترو ناورینینو او فاجعو مسؤل هم ښاغلی غنی دی.
    خو سوال دلته پیدا کیږی چه تاسو ولی دغه د نن ورځی خبری څو کاله دمخه نه کولی؟ آیا ستا دغه دنن ورځی خبری خو به کومه بله معنی ونلری؟

  2. ددورانی افغان د نظر په تآیید خلیلی ولی دغه خبره څو کاله مخکی نه کوله چه دده مسؤلیت ؤ د ملت په وړاندی او صلحی د شورا په وړاندی . دا خبره پټه ساتل په خپله په هغه وخت کی د خلیلی یو نوع غفلت وظیفوی او حتی یو ملی جرم نه ؤ ؟ښه نو چه خلیلی په هغه وخت کی په خوب ویده ؤ ، اوس بیداره شوی ، دا ولی؟ اوس نو دداسی خبرو کول هغه هم د عاشورا په مجلس کی د یو نوع شخصی عقدی نه حکایت کوی چه بیرته دا کار په هیڅ صورت سره نه صلحی او نه هم د ملی منافعو سره سر لګوی . متآسفانه د افغانستان د یو تعداد سیاسی او قومی ټیکه دارانو یو ډیر مزمن مرض عبارت شخصی عقده ده چه بنیاد یی مقام غوښتنه او دشخصی ګټو اولیت دی چه نتیجه یی د افغانستان د ملت کړاو او تکلیف دی په جریان د ۴۰ کلونو کی ، چه تر اوسه هم دوام لری . هرسیاسی او قومی ټیکه دار من دی ، چارکی په کښی وجود نلری .د یو بل د بی حرمتی څخه متآسفانه لذت اخلی .کله چه مسؤلیت وروسپارل شی د نظام داستحکام ، امنیت ، اقتصادی انکشاف ، شفافی حکومت داری ، عدالت ، ملی وحدت او شایسته سالاری ته کمه توجه لری ، برعکس دخپل او خپل ګروپ د مقام ، قدرت ، ثروت او امتیازاتو سره ډیره علاقه ساتی . دغسی سیاسی ټیکه داران او تجاران اورسره حواریون یی نه شی کولای چه د ملتونو تاریخ جوړکړی ، بلکه د ملت خودجوشه تاریخی لاسته راوړنی هم په سیند لاهو کوی .

  3. دروغ مه وایه خلیلی صاحب!
    ماته خو ته ډېر خالي ذهنه، بې عقله او سیاست او دولت داری لری سړی ښکارې. که منطقآ فکر وکړو، هغه ډله چې د نړيوالو او اسلامي هېوادونو له فشارړنو سره سره سولې ته نه حاضرېږي څنکه ستا په خبره هغه وخت حاضر وو چې ستاسو د یوه لیک په لېږلو سوله وکړي، خو سره له دی چې زرګونه بندیان یې هم خوشې شوي او خواهشات یې هم منل شوي د افغانانو له وژلو څخه لاس نه اخلي او دا دی هره ورځ افغانان وژني. نور خلک غلولی نشئ. ستاسو ټوپک سالارانو وخت هم مخ په ختمېدو دی.

  4. وطنوالو لیکونکو او خاص خلیلی صاحب سلامو علیکم۰

    اول اګر طالیب در باره صلح منافق نه میبود چرا استاد ربانی کشته شد۰
    دوم صلخ در دست طالیب نه بلکه در دست ای اس ای پاکستان است
    ګر نه چرا ملا برادر بندی بود۰
    ۳ په تیرو کلونو کښی امریکا د افغانستان نه دا رنګه نه ځغاستل لکه اوس۰
    بارک اوباما خپل عسکر د منطقی د امنیت پر اساس ویستل نه بی د پلان نه۰
    اوس هم د خلیل زاد او پاکستان اجندا پټه ده دا چه پاکستان ته د پر دی تر شا
    څه امتیازات ورکوی پټ دی۰
    دا به د شرم نه هم بدتر وی چه طالیبانو ته داسی امتیازات خلیلزاد یا امریکا ورکړی
    کوم چه طالیبانو ونه شول کړی په شل کلن جنګ کښی یی حاصل کړای شول۰
    دپاکستان خوشحالی او د هند چیغی کوم علت لری۰

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب