جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېسېلابونه | لیکنه او ترتیب: عبیدالله عبیدی

سېلابونه | لیکنه او ترتیب: عبیدالله عبیدی

د اوبو یوه ستره کتله چې وچې ځمکې تر پوښښ لاندې راولي سېلابونه بلل کیږي په عامه اصطلاح کې که ووایو سېلابونه د اوبو بهیدلو یو نامنظم حالت دی چې په هغې کې بهیدونکې اوبه له خپلو معمولي پولو واوړي او وچې ځمکې لاندې او غرقې کړي. سېلابونه اکثرأ طبعی حوادث او پیښې دي چې په نتیجه کې یې میلیونونه انسانان هر کال مالی او ځاني زیانونه ګالي، سېلابونه د کورنو او ودانیو ترڅنګ هرکال ډیره زیاته اندازه کرنیزې ځمکې او حاصلات له منځه وړي او د څښاک د اوبو ګڼ شمیر سرچینې چټلې کوي چې ددغه سرچینو څخه د اوبو د څښاک په وخت کې ګڼ شمیر ناروغی انسانانو ته انتقال کوي. سېلابونه کله کله د انسانانو د ناسم مدیریت او غلطیو په وجه هم په ځمکه سرازیر کیږي، لکه د بندونو ناسم مدیریت یا هم په ساختماني چارو کې نیمګړتیاوې د سېلابونو باعث کیږي.

د نړی په ګوټ ګوټ کې هر کال د بارانونو د اورښت له کبله سېلابونه رامنځ ته کیږي او زیاتره هغه سیمې چې ډیر اورښت لري یاهم د بهر غاړې، سیند غاړې، او یا هم د بحر له سطحې ټیټې یا هم هغه سیمې چې د اوبولګولو او د فاضلو اوبو د انتقال سیستم یې کمزوری دی او نواقص لري زیات زیانونه ګالي.

سیلابونه مختلف ډولونه لري لکه:

» Flash Floods دغه سېلابونه د درنو اورښتونو په پایله کې له لوړو سطحو پر ښکتو سیمو را بهیږي چې د سیمو د تنګ والي له کبله هم سرعت پیدا کوي او هم زیانونه ډیر لري ځکه چې دغه سېلابونه اکثرأ په داسې سیمو کې منځ ته راځي چې د ډیرو اوبو د بهیدلو لپاره چمتو نه وي. دغه ډول سیلابونه له یوې خوا ډیر چټک وي او له بلې خوا هیڅ د تخمین وړ ندي.

» Coastal fFooding دا هغه سېلابونه دي چې اکثرأ د سواحلو یا د بهر له غاړو سره منځ ته راځي علت یې د بحر په سطحه د چټکو بادونو لګېدل دي چې د بحر څپې تر معمول ډیرې چټکې کوي او بحر غاړې ته نژدې سیمو ته زیان رسوي، معمولأ دغه ډول سېلابونه کم عمر لري او د څپو په آرام والي باندې پای مومي.

» Urban Floods  ددغې سېلابونو اصلي علت د ګندابونو ناسم انتقالي سیستم بلل کیږي چې اکثرأ د درانده اورښت په وسیله د تنګو ویالو او خندقونو په وسیله منځ ته راځي او کوڅې او لارې بندوي چې ځانې تلفات نه لري.

» River Floods  یا هغه سېلابونه چې د اوږد مهاله اورښت په پایله کې د سیندونو څخه پر شااوخوا ځمکه را پورته کیږي او د سیندونو یوې او بلې خواته سیمې لاندې کوي که څه هم دغه ډول سېلابونه ډیر سرعت نه لري خو د اوبو حجم او اوږدمهاله بهېدل شا او خوا ځمکو او ودانیو ته زیان رسوي، دغه ډول سېلابونه د کورنو او مالونو د تخریب ترڅنګ حاصل خیزه ځمکې خرابوي او اقتصادي ناورینونه رامنځ ته کوي.  

څه ډول کولای شو د سېلابونو د زیان څخه په امن کې و اوسو؟

۱-د سېلابونو د خطر او زیانونو نه باید د کورنی ټول غړي باخبر شي او که چیرته د طبعی خطرونو د کمښت او کنترول ادارې یا بنسټونه وي نو باید په ټولنه کې د عامه پوهاوی لپاره سیمینارونه ورکړل شي.

۲-کورنه باید د شاروالی د طرزالعمل مطابق په لوړو او خوندي ساحو کې ورغول شي.

۳- د هوا د خرابوالي په صورت کې باید د خطر لپاره آمادګي ونیول شي او تر ډیره ټولنیزې شبکې، رادیو او تلویزیون تر تعقیب لاندې ونیول شي.

۴- د سېلابونو نه دخوندیتوب په پار باید سرپناه جوړه شي د انسانانو او حیواناتو لپاره تر څو د خطر په وخت کې خوندي پاتې شي.

۵- د خوراک لپاره اړینه توکي په خوندي ځای کې وساتل شي او د څښاک او وینځلو لپاره اوبه په خوندي ځای او لوښي کې ذخیره کړل شي.

۶- د سېلابونو له اوبو سره تماس ونه نیول شي ځکه دغه ډول اوبه مختلفې چټلۍ لري.

۷- د سېلابونو په جریان کې د ډریورۍ څخه باید مخنیوی وشي.

نوټ: د بنګله دیش هیواد په نړی کې د سېلابونو مرکز ګڼل کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب