شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه کابل او ولایتونو کې نن یکشنبه د عاشورا مراسم لمانځل کیږي

په کابل او ولایتونو کې نن یکشنبه د عاشورا مراسم لمانځل کیږي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) د کورنیو چارو وزارت د دغو مراسمو لمانځلو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو نیولو خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې، په دغه مراسمو کې ولسمشرغني، لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال سرور دانش او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د کابل په لوېدیځ کې په یوه جومات کې د عاشورا په مراسم کې ګډون کړی دی.

د څو ورځو راهیسې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي چې ورسره ددغه ښار بڼه یې بدله کړې ده.

د کابل په لارو او کوڅو کې افغان ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي چې له امنیتي ځواکونو سره د تکیه خانو محافظین هم وسله په لاس تلاشۍ او پلټنې کوي.

له امنیتي ځواکونو سربیره د کابل ښار په هر واټ او څلور لارو کې په وسلو سمبال شخصي جامو کې کسان ولاړ دي، چې د عاشورا مراسمو لپاره یې په خپله امنیت نیولی او چک پاینټونه یې جوړ کړي دي.

کابل ښاریان او د نظر خاوندان نیوکه کوي، چې د عاشورا مراسمو د امنیت لپاره د عامو خلکو وسله وال کول ناوړه عواقب لري.

د چارو شنونکي هم وایي، چې دا په غیر مستقیم ډول ملېشه سازۍ ته زمینه سازي ده او له دغو خلکو څخه بېرته د وسلو ټولول ستونزمن کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب