جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت د یوې پولیسې د جنسي ځورونې ادعا بې بنسټه...

کورنیو چارو وزارت د یوې پولیسې د جنسي ځورونې ادعا بې بنسټه وبلله

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د یوې ښځينه پولیسې د جنسي ځورونې د ادعا پایلې اعلان کړې.

د فاطمې احمدي په نوم د نهمې امنیتي حوزې ساتنمنې تیره میاشت ادعا وکړه چې د یادې حوزې امر د جنسي اړیکې ټينګولو غوښتنه ورڅخه کړې ده.

نوموړې ته هغه مهال د خلکو او کورنیو چارو وزارت پام وواښت کله چې نوموړي پر ټولنیزو رسنیو د خپلو ادعاوو وډيو خپره کړه.

تر هغه وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې د یادې ښځينه پولیسو د ادعا و په اړه څېړنې کوي.

د کورنیو چارو وزارت تیره شپه اعلان وکړ چې د دوی د څېړنو له مخې اغلې فاطمه احمدي د دې د ادعا په اړه تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت سره خپل هیڅ ډول شکایت نه و ثبت کړی.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې اړوند پلاوي پر هغو کسانو چې اغلې فاطمه احمدي لخوا ورباندې د جنسي ازار او اذیت تور پورې شوی وه هیڅ اسناد او ثبوتونه یې پیدا نه کړل.

بیان وايي چې نوموړې پخوانۍ ښځينه پولیسې د پولیسو له یونیفورم څخه ناوړه استفاده هم کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې اغلې فاطمه د مقررو سرغړونو او بي دسپلینۍ له امله تر یادې ادعا مخکې له دندې څخه منفک شوې هم وه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي که چیري اغلې فاطمه په دې اړه شواهد وړاندې کړي په اړه به یې اقدام وکړي.

تر دې مهاله یادې پولیسې د کورنیو چارو وزارت د پایلې د اعلان په اړه څه نه دي ویلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب