Homeخبرونهملګري ملتونه امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور...

ملګري ملتونه امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکوي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي.

د امنیت شورا غونډې ته به د یوناما څلور میاشتنی راپور وړاندې شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکي غونډه کې به د افغانستان په اړه خپل څلور میاشتنی راپور وړاندې کړي.

ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې د سپټمبر په ۳مه نېټه د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا غونډه جوړه شي.

سرچېنه زیاتوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د یبورا لاینز به په یاده غونډه کې د افغانستان روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د یوناما راپور پر نړیواله سوله او امنیت د وضعیت اغېز تر سلیک لاندې لیکل شوی دی.

1 COMMENT

  1. د افغانستان ددولت د یپلوماسی دستګاه ته هم په کار ده چه د افغانستان ددولت په نمایندګی هغه واقعیتونه ، داخلی او خارجی عوامل چه د صلحی ، با ثباته امنیت ، اقتصادی انکشاف په مخکی په افغانستان کی پراته دی د امنیت شوری ته د شواهدو سره په ډیر وضاحت وړاندی کړی . ترکومه به د افغانستان نماینده په ملل متحد کی د یوی نا اعلان شوی بیرونی تروریستی جګړی په هکله چه په افغنستان کی ۲۵ کاله جریان لری چوپ وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...