جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قرانکریم د سوځولو له کبله په سویډن کې لاریونونه ترسره شول

د قرانکریم د سوځولو له کبله په سویډن کې لاریونونه ترسره شول

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) په سویډن هیواد کې هغه وخت لاریونونه پیل شول کله چې په دغه هېواد کې یو شمېر افراطي کیڼ اړخو قران کریم ته اور ورته کړ.

ددغه هېواد پولیس او لاریون کوونکو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له کبله یې په مالمو ښار کې یو شمېر موټرونه سوځېدلي، دوکانونه ویجاړ شوي، ګڼ پولیس او لاریون کوونکي ټپیان شوي دي.

پولیس وایي اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی او یو شمېر کسان یې د قضیې په تړاو نیولي دي.

د ډنمارک د سخت کیڼ اړخه سټریم کرس (سخت دریځي) ګوند مشر راسموس پلودن د سږ کال لومړیو کې د توکمپالنې په ګډون د یو شمېر جرمونو له کبله یوه میاشت زندانی شوی و.

نوموړی د خپل ګوند پر خواله رسنیو پاڼو د اسلام مخالفو ویډيوګانو خپرولو په جرم زنداني شوی و.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې نوموړی د دوو کلونو لپاره سویډن ته د تلو اجازه نه لري.

پولیسو رسینو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې ده چې د پلودن کړنې له قانونه سرغړونه ده او فعالیتونه به یې ټولنه له خطر سره مخ کړي.

2 COMMENTS

  1. هو دا خبر بلکل سم ده،خو دا چې هرچا ليکلي چې قرآن ته يې اور اچولی دا سړای خپله افراطي ده. سويډن حکومت کوشش وکړ چې مخنيوی يې وکړي، خو په هر هيواد او ډله کې مغرض ډلې سته چي د خلکو په منځ کې نفرت زیات کړي، نو په دې هيواد کې هم دې خلکو چې په شمار لسو کسانو په شاوخوا کې وو په داسې حال کې د قران شریف سپکاوی وکړ چې هلته پوليس نه وو او پوليسو ته يې خبر هم نه وو ورکړای، دا چې څه شوي الله تعالی يې پی خبر ده، خو په هیڅ صورت کې يې قرآن کريم نه ده سوځولی خو سپکاوی يې کړای. بل لوري ته مسلمانان،يهودان او د کليسا چارواکي ټول په ګډه اعلاميه کې وويل چې د هر دين سپکاوی دوی ته د منلو نه ده او په دې
    يې فيصله وشوه چې پوليس دې مخنيوای وکړي او هغه اصلي کسان يې منعه کړه کوم چې لوی لاريون وکړي، بلې خواته چاچی نور خرابي رسولې په دې کې ډيراي هغه عرب او کم عمر ځوان وو چې دلته يې اکثره د ټولنې په چوکاټ ځان نه ويني او د مخدره موادو په برخه کې ډير لاس لري او په هر غيرې اخلاقي جور مونو، غلا وو، لندغري، په خپل منځ کې يو پر بل مرګي بريدونه… او په سل نورو افتونو اخته دي چی د ټولو مسلمانانو سپکاوی کوي او نه دين مني نه قانون… خو په شر او فساد کې د نړۍ په ټولو مهاجرینو کې د وراني اول مقام په دې هيواد کې دوی لري.

  2. د اروپا وچه لس میلونه درې لکه کیلومتره مربع مساحت لری البته له روسئی پرته.تقریباً پنځوس هیوادونه ( خپلواک یا نیمه خپلواک یا په نوم خپلواک) پکی شامل دی. که څه هم له فرهنګی او دینی او کلتوری نظره ټول سره ورته دی خو د ځینو هیوادونو اوسیدونکی ئی بیل اخلاق او روحیات لری.
    د شمالی اروپا دری هیوادونه ( سویډن او ډنمارک او ناروی) له فرهنګی او ژبنی نظره ډیر ورته والی سره لری.
    مشره خور ئی د سویډن هیواد دی. د ډنمارک او ناروی هیوادونه د ناټو غړی دی خو سویډن د هیڅ نظامی تړون غړی نه دی پاتی سوی. ډنمارک او سویډن د اروپائی اتحادئې غړی دی خو ناروی ئې غړی نه دی البته ډنمارک او سویډن د یورو ( اروپائی ګډی روپی) د حوزی غړیتوب هم نلری.
    سویډن او ناروی د اقلیتونو د حال ډیر خیال ساتی او ډیر محتاط دی خو ډنمارک سره لدې چی تر وګړو ئی غواوی ډیری دی، لږ غوندی بی پروا دی او د بیان د آزادی پنوم ځینی وختونه د اسلام او مسلمانانو په وړاندی ګوستأخانه کړنی تر سره کوی او د ناټو په والیو غوږونه څیری. ډنمارکیان د عمومی رفاه او سوکالی او آرام ژوند له نظره په اروپا کی تر ټولو خوښ او بختور وګړی دی خو ددی تر څنګ د غوائی زامن هم دی او د تنباکو استعمال پکی ډیر او د نفوسو د تناسب په اساس د سرطان د ناروغی د ابتلاء له نظره په نړی کی لومړی مقام لری.
    د سویدن او دنمارک حکومتونه لسیزی لسیزی د سوسیال دموکرات ګوندونو لخوا اداره کېده خو د دوو لسیزو را پدی خوا ډنمارکیان عموماً ښی اړخو او بعضاً راسیستی افکارو ته مخه کړی ده.
    په اروپا کی دوولس شاهی دولتونه موجود دی، د اروپا د اتحادئی بیرغ هم په دوولسو ستورو مزین دی، د انګریز د ملکی پر نحسی تاج هم د الماسو دوولس غمیان نصب دی، البته دا به د ګران لوستونکی د کنجکاوی د حس د څرنګوالی سره تړاؤ ولری چی پوه سی ولی دوولس دومره مهم دی.
    په هر حال، د قرآن د سوځیدو آوازه ګډه سوه، یو دوو ډنمارکی حرامیانو کوم کتاب ته اور اچولی ؤ او تصویر ئی په مجازی نړی کی خپور کړ، د سویډن د مالمو د ښار بیکاره او یاغی او مست ځوانان له ګیره ووتل او د ښار په یو کونج کی ئی تخریبی کړنی تر سره کړی چی د مالمو د ښار د ټولو اوسیدونکو د کرکی وړ وګرځیدی. هوښیاران او د وچو احساساتو څخه بیګانه کسان پوهیږی چی ددی ځوانانو د غبرګون او کړنو انګیزه یوه مذهبی انګیزه نه بلکه یوه شورشی او احمقانه انګیزه ده. کوم سویډنی ته می وویل که ما قدرت درلودای هم می د قرآن سوځوونکی پر تندی ویشتل او هم می دا مخرب او جنجال جوړوونکی ځوانان پر تندی ویشتل.
    د مځکی کُره او هر ځای د ټولو انسانانو مشترک کور دی او هر انسان باید حق ولری هر ځای چی ئی زړه وغواړی هلته ژوند وکولای سی البته پدې شرط چی عمومی او خاصو بشری او مدنی قوانینو او مقرراتو ته باید د زړه له کومی درناوی ولری.
    وروستی خبره دا ده چی د ځینو خواشینوونکو پیښو تر شا اکثراً د توطئو لاسونه ښکیل وی او د ځینو پیښو تر شا د انارشیسټانو او نورو روحی او روانی عُقده یانو لاسونه ښکیل وی، همدا یوه هفته مخکی د شامپینګ لیګ ( فوتبال) وروستی لوبه ( بایرن مونشن – پاری سن ژرمن) تر سره سوه چی پاریسیانو لوبه بایلوده او طرفدانو ئی د پاریس په ښار کی بد حال جوړ او د خښم ډکی کړنی ئی تر سره او مغازی او موټران ئی وسوځل چی البته ددی کړنو په وړاندی د غبرګون څرنګوالی د هغو بدو کړنو د غبرګون د څرنګوالی سره ډیر توپیر لری کومی چی مثلاً په مذهبی انګیزو تر سره کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب