جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د عاشورا مراسم په سخت امنيت کې...

په پاکستان کې د عاشورا مراسم په سخت امنيت کې نمانځل شوي

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د وږي، سنبله ۹ مه  ۱۳۹۹

       د بلوچستان ايالت په شمول د پاکستان په څلورو ايالتونو پنجاب، سند، پښتونخوا او پلازمېنه اسلام اباد کې نن د يکشنبې په ورځ  د محرم مياشتې له  لسمې نېټې سره سم  د عاشورا مراسم د سختوامنيتي تدابيرو نيولو په  لړ کې نمانځل شوي دي. په بلوچستان کې په وسلو سمبال لس زره امنيتي سرتېري د امنيت ساتلو په موخه د ماتمي جلسونو پر لارو، د ښار پر واټونو او کوڅو کې په  دنده ګمارل شوي وو.

د کوټې ترڅنګ په  ټول  هيواد کې په  لويو ښارونو لاهور، کراچۍ، پېښور، راولپنډۍ، فيصل اباد، ملتان، جهنګ او هغه سيمو کې چې په کې شعيه مسلمانان زيات نفوس لري، د عاشورا مراسم په سخت امنيتي تدابيرو کې چې د حکومت له  لوري  نيول شوي، نمانځل شوي دي. شعيه مسلمانان  د ښار واټونو ته  وير لپاره راوتلي وو. په لويو ښارونو کې زرګونه  امنيتي سرتېري د شعيه مسلمانانو د عبادت ځايونو يا تکيه  خانو او د ماتمي جلوسونو پر لارو د امنيت ساتلو په  موخه  په دنده ګمارل شوي  وو. 

په کوټه کې د بلوچستان د پوليسو مشر رزاق چيمه وايي، چې په  بلوچستان کې زياتره شعيه مسلمانان هزاره ګان دي، د ښار هزاره ټاون او مري اباد سيمو ته تللې لارې او ټول کاروباري مرکزونه  تړل شوي او په ښار کې پر موټرسايکل د غبرګو کسانوپر سپرېدوهم بنديز لګېدلی و. په کوټه  ښار کې د پوليسو او د ملېشه  ځواکونو سرتېرو له تېرو څو ورځو راهيسې ګزمې زياتې کړې وې. د حکومت  له اعلان سره  سم  نن په  ټولو لويو ښارونو کې د امنيت ساتلو په  موخه  د موبايل شبکې تړل شوې وې. خو البته د کووډ نولس ويروس  د مخنيوي په موخه  تدابير نه  وو نيول شوي.

صدراعظم عمران خان  او د بهرنيوچارو وزير  شاه محمود قرېشي  پر خپله  ټويټرپاڼه د ورځې په مناسبت د حضرت امام حسېن د اسلام د سرلوړۍ لپاره  د قربانۍ يادونه  کړې ده.

د پاکستان په شاوخوا دوه سوه ميليونه نفوس کې دوه ويشت ميليونه شعیه مسلمانان دي، چې لږکي شمېرل کېږي. په  بلوچستان کې زياتره هزاره توکمه  شعيه مسلمانان په کوټه کې مېشت  دي، چې د دې هيواد ترجوړېدو وروسته دلته  راغلي دي. خو په تېروکلونو کې زرګونه هزاره ګان د سني افراطي ډلو له  لوري په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب